د اسلامی امارت سوبې او د دښمن وارخطایی

  • خپرول: ۲۶ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 94253
د اسلامی امارت سوبې او د دښمن وارخطایی

د ورځی خبره : 

د اسلامی امارت مجاهدین په ټول هیواد کی د یرغلګر او ګوډاګی دښمن پرضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلی،د مجاهدینو ابتکاری ګوزارونو د ښمن سرسامه کړی،نه پوهیږی چی څه وکړی او د یوې قضیې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوی.
د ښمن له مجاهدینو سره د مخامخ کیدو توان نه لری، د خپلې ماتې کسات له ولسی وګړو څخه اخلی، د کونړ، هلمند او لوګر وروستۍ غمیزې یې وروستۍ بېلګې دی. مجاهدین ژمن دی چې د خپل مظلوم ولس انتقام واخلی او د خپلو ارزښتونو او ملی منافعو ساتنې ته دوام ورکړی.
د مجاهدینو دې سوبو او دهیواد په لر اوبر کی پراخو بریاوو ثابته کړه چی کابل اداره که د یرغلګرو سره هر څومره تړونونه لاسلیک کړی او هر څومره د غلامۍ په ډنډ کی غوپه شی، د خپلو خلګو په شهادت او شتمنۍ لوټلو کی د اشغالګرو ملا وتړی،خو د مجاهد ولس د انتقام څخه به خلاص نشی، د ولس مجاهد بچیان به یې د سمیټی د یوالونو شاته هم په ارامه پرې نږدی.
د اسلامی امارت د مجاهدینو پوځی نوښتونو دښمن سخت وارخطاء کړی،حتی په کابل ښار کی د خپلو مرکزونو ساتنه نشی کولای،په ولسوالیو او اطرافی سیمو کی مجاهدین هره ورځ ګڼ شمېر پوستې فتحه کوی، په جوپو جوپو عسکر مجاهدینو ته تسلیمیږی او کوم کسان چی پرجګړې ټینګار کوی د مجاهدینو د بریدونو له ډاره تښتی او یا له منځه وړل کیږی.
د کابل رژیم په لیکو کی ولاړ ټول کسان باید په دې پوه شی چی د امریکایې ګټو قربانی دی او د خپل ولس پر ضد د پردیو موخولپاره جنګیږی،دوی د فرصت څخه باید سالمه استفاده وکړی د اسلامی امارت غیږی ته پناه راوړی،اسلامی امارت د دوی د سر او مال د حفاظت تضمین کوی.
اسلامی امارت د مسلح جهاد ترڅنګ سیاسی هلې ځلې هم کوی. موږ له ټولو مشروع او ممکنه لارو څخه کوښښ کوو چې ګران هیواد ازاد او اسلامی نظام پکې حاکم شی. د اسلامی امارت همدې بریاوو اونوښتونو دښمن ځپلی، اوس هڅه کوی د اسلامی امارت بریاوې پردیو ته منسوب کړی او خپل پوځی او سیاسی شکست پټ کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=94253

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *