د اسراییل رژیم په نړۍ کې د بشر د حقوقو د ماتونکو په نوملړ کې ځای نیولی دی

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 83260

۲ تیر دقیقه

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل کلنی راپور کې د اسراییل رژیم،عربستان او بحرین د نړۍ د بشری حقوقو د ناقضینو په لیست کې قرار لری.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملګرو ملتونو د سازمان عمومی منشی انتویو ګوترش تیره ورځ چهارشنبه( وږی ۲۱) په خپل کلنی راپور کې اعلان وکړ چې د اسراییل د رژیم او عربستان په ګډون ۳۷ هېوادونه د بشری حقوقو د ماتوونکو او د شرمونکی چلند د پلویانو په نهایی لیست کې ځای موندلی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ،ګوترش د اسراییل د رژیم او د ۳۷ نورو هېوادونو له خوا د شکنجه کولو،وژنو او د خودسرانه نیول کېدنې تګلاره روښانه کړیده.

ویل کیږی چې د بشری حقوقو د ماتونکو په نوملړ کې د اسراییل د غاصب رژیم د نوم د راتللو یو دلیل د فلسطین په خاوره کې د بشری حقوقو د څارونکی مدیر د پاتې کیدو نه منل دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو په خپاره شوی نوملړ کې د بحرین،میانمار،مصر،سعودې عربستان،ترکیه،مراکش،تایلینډ،د اسراییل رژیم او یو شمېر نور هېوادونه هم ګډون لری.

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83260

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 74 = 78