د استیناف محکمې د ماشومې مهسا قاتلانو ته د ۳۰ کاله بند سزا تایید کړه

  • خپرول: ۳۱ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 128853

د کابل استیناف محکمې د مهسا په نامه کوچنۍ نجلۍ د ‘قاتلانو’ لپاره د ۳۰ کاله بند حکم تایید کړ. د کابل دې محکمې په ننۍ (چنګاښ ۳۰) غونډه کې د مهسا د وژنې په تور دوو کسانو ته د ابتدایه محکمې د سزا حکم تایید کړ.
ابتدایه محکمې د روان کال د جوزا په پنځمه د محکمې په علنی ناسته کې دوی هر یو ته د ۳۰ کاله بند سزا اورولې وه.
مهسا هغه شپږ کلنه نجلۍ وه چې شاوخوا اووه میاشتې وړاندې په کابل کې وتښتول شوه او بیا یې یوه ورځ وروسته مړی وموندل شو. د هغې وژنې پراخ غبرګون وپاراوه او یو شمېر خلکو د هغې قاتلانو ته د اعدام سزا غوښتنه کوله.
د کابل پولیسو ویلی و چې د مهسا تښتوونکی د دې ښار په یولسمه ناحیه ‘خیر خانه ‘ کې د نوموړې ګاونډیان وو چې د مهسا له اختطاف وروسته یې د ټیلیفونی اړیکې له لارې د هغې له پلاره ۳۰۰ زره امریکایی ډالر غوښتل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128853

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *