د استاد پسرلی پنځم تلین

  • خپرول: ۲۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 99501


Fb-Button

نن (شنبه د جنوری ۱۲) د غزلستوری استاد محمد صدیق پسرلی د پنځم تلین په یاد ځینو لیکوالو په ټولنیزو رسنیو کې وړې تبصرې کړی او د استاد یاد یې تازه کړی دی. غوره مې وبلله چې هغه تبصرې چې په فیس بوک کې زما سترګې پرې لګېدلی، سره راټولې او د تاند لوستونکو ته یې په یوځای وړاندې کړم.

روح الله مخلص


هادی هادی:  

د دوه زره او څوارلسم کال پر همدې ورځ د معاصر غزل تر ټولو وتلې څیره، لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی له خپل خالق سره کړې وعده پوره کړه او د ابدی ژوند په لور ورستون شو.

استاد محمد صدیق پسرلی تر نیمې پیړۍ زیات وخت د پښتو له پاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاری نثر ته یې د زړه وینې ورکړې. استاد د سره یرغل پر مهال د افغان ولس خوا ونیوه او د لکونو آواره افغانانو له کاروانه سره په سرو سترګو د پیښور په لور ولیږدیده او هلته یې دوه لسیزې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د اعادې له پاره قلم وچلاوه او نړیوالو ته یې د آواره شوی افغان ملت او لاندې شوی افغان وطن د برحقې داعیې د ریښتینی تصویر ورکولو او د سره یرغل د وحشتونو د رابرسیره کولو له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه. استاد محمد صدیق پسرلی کابل ته د تنظیمونو د ورشیوه کیدلو پر مهال د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د داسې یوکلتوری فرهنګی مرکز مشرتوب کاوه چې د هرې عقیدې، فکر او نظر خاوند ته یې دروازه خلاصه وه او مقصد یې یوازې او یوازې د افغانی فرهنګ د ودې او بډاینې له پاره کار کول وو.د پښتو غزل د دغه بې بدیله استاد او بیجوړې لیکوال اروا دې ښاده او یاد دې یې تلپاتې وی.

حفیظ همیم:

نن د استاد پسرلی پنځم تلین دی. زه نېکمرغه یم، چې لیدلی مې و، ورسره کېناستلی یم، مخاطب یې پاتې سوی یم او له شفقه یې برخمن وم. د شفقت یوه بېلګه یې دا وه چې استاد غضنفر ورته ویلی “همیم غواړی پغمان ته ورسره ولاړ سو” او ده له دلیله پرته منلې وه او په هماغه کمزوری ځان له سهاره تر مازیګره له موږ سره په پغمان کې ناست و او کیسې یې راته کولې. غالبا دا وروستی وار و چې له کوره دومره لری د مجلس او ناستې لپاره راووت. استاد چې ما لیدلی و په سیاست کې یې لېوالتیا نه لرله، خو د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو مخکې ورسره په کور کې ناست وم، د شعر و ادب پر ځای راته د افغانستان پر راتلونکې وغږېدو. پر ځینو سیاسی مسایلو یې د خپل معمول خلاف اوږدې او روښانه خبرې وکړې. له استاده مې زده کړل چې هېڅ شی باید په پټو سترګو و نه منو. اروایې ښاده

حسن و مینه د یو بل څانګې ریښې دی

راته مه وایه، چې زه چیرته او ته څوک؟

شفیقه خپلواک:

‎داغ

‎منې ؟له زړه نه مې بڅری وځی

‎زما د سترګو آېنې ماتې شوې

‎اوس مې تیاره په ټول وجود خپره ده

‎د رڼاګانو سلسلې پاتې شوې

‎منې چې هر هډ مې په اور نیولی

‎منې حواس مې په زندان تړلی

‎منې چې ویلی ویلی ساه اخلمه ؟

‎منې بابا پسې مرګی راوړی؟

‎منې چې وخت لکه لېوه ولاړ دی

‎زما زندګی لکه ناپوه رمه

‎په پسرلی مې ټوله وبایلله

‎نور پاتې نه ده نه ورځ نه شپه

‎اې

‎ته یې منی چې ژوند مې واک کې ندی ؟

‎زړه رانه سترګې سمندرې غواړی

‎هاغه د عشق او د ښکلا لیونی

‎رانه خپل مړی ته سندرې غواړی

‎زما یې غږ یادېږی نه یې اورم

‎نه چې غوږونه مې ړانده شی پسې

‎الله د خدای لپاره مه یې اخلئ

‎ټول اندامونه مې خواره شی پسې

‎پروردګاره! ته رحمان پاچا وی

‎څنګ دې پېرزو شی هغه زړه خاورې شی

‎هغه د شنه سمندر خوېندې سترګې

‎الله نو ولې ؟ او په څه خاورې شی

‎تا زما ووړ زړه ته هم ونه کتل

‎څرنګ دې ډاګ له ډاګه وویشتلم ؟

‎څرنګ دې هغه پسرلی واخیستو

‎څرنګ دې زه دوزخ کې ونېولم ؟

‎اې

‎نو تاته څرنګه رحمان ووایم؟

‎چې د انسان د عشق کعبه هم وژنی

‎ګوندې سندرې دې پېرزو نه شولې

‎د سندرمارو چې شېبه هم وژنی

‎زه ورته بس یوه څو خبره کوم

‎هغه خبرې مې په زړه کې داغ دی

‎که رانه یووسئ ړنده به شمه

‎هغه سړی زما د زړه څراغ دی

‎زما ایمان دې له مرګ مخکې واخیست

‎اوس به د چا په باور ساه اخلمه

‎چې تاته نه رسی اونه یې منې

‎ځمه لاسونه له دعا اخلمه

قسیم زیر:

پسرلی صیب له حمید مومند، حنان بارکزی او کاظم خان شیدا وروسته د معاصر پښتو شعر د هندی سبک سرلاری دی. د هندی سبک غټې ځانګړتیاوې لکه د شخصی تجربو استعمال، ظریف او باریک تعبیرونه، ډارماټیکی او داستانی پیل د پسرلی صیب د غزل مشخصات دی. که د حمیدبابا په اړه د هندی سبک عوامل: هند ته سفر او د اصفهان وضیعت تاثیر نه لری ولې دپسرلی صیب په حق کې دا دواړه صدق کوی؛ هم د کابل د ۷۰ م لسیزې ادبی اقلیم او هم په پېښور کې د شلمې پېړۍ اخر وختونه. پسرلی صیب له غفارخان وروسته دویم سړی دی چې د پښتو ادبیاتو لپاره غیردولتی ادبی مرکز جوړکړی، په پښتونخوا که خدای خدمتګار و نو په افغانستان کې پسرلی صیب او دده ته مربوط جریان لومړنی غیردولتی خوځښت دی چې فرهنګ او ادب ته یې د ښځو په رابللو کې غټه برخه اخیستې ده. دی له پیرروښان او خوشال خټک او کاکا خېلو وروسته د څلورمې پښتنې ادبی کورنۍ پلار هم دی. د معاصر پښتو شعر ترمینالوژی له پسرلی صیبه ډیره اغېزمنه ده؛ د دې وجه شاید دا وی چې پسرلی صیب د خوشال بابا کلیمې او د خپل وخت لغاتونه یوځای کړی دی. که د لسو غټو پښتو شاعرانو لیست لیکو؛ پسرلی ترې یو دی. مرحوم پسرلى د استادانه نثر لیکوال هم و خو دده د شعری هیکل سیورى دومره پراخ دى چې لیکوالی یې ورتته کړې.

یوه یادونه باید وشی چې د پسرلی صیب د شاعرۍ پیغامی( د شخصی تجربو درسونه) او ټولنیز اړخ دده په غزل بڼ کې لاتروسه خښ دی.

اومان نیازی:

د استاد دې روح ښاد وی، خپله پخوانۍ هېله به بیا تکرار کړم، چې راروان کال دې ناچاپ اثار چاپ شی، که ټول ممکن نه وی یوه برخه دې چاپ شی، د استاد پر غزلونه سربېره، خورا ډېرې خاطرې هم ناچاپه دی.

خالد ریحان:

دغزل ستوری ارواته دمحترم پیرمحمدکاروان اوزما

ګډه ډلۍ .. نن د دې عظیم شاعر پینځم تلین دی. روح ښاده یادیې تل پاتی.

د اوبو تر څنګه ناسته ،د اوبو غوندې انسانه

زړونه للمه للمه ځمکه ، رانه لاړې تر آسمانه

بېلتانه مو لپې ډکې ، له سپرغیو له سکروټو

ګل مې لپو کې زرغون کړه ، یو ځل بیا راشه بارانه

د زړه مات کودی مې ګورې! ، چې د بام پر څنډه پروت دی

د بلبل په څېر ناڅاپه ، رانه والوتې ریحانه

له موسکا له تبسم نه ، مالا ماله پسرلیه

د خوږې مینې سړیه ، شوو بې ګله بې باغوانه

د ژوندون په پېچ و خم کې ، د دردونو په موسم کې

د هجران په جهنم کې ، یُو بې یاره بې لقمانه

((کاروان))

اوس به چوف کړی په رنځورو, څوک غزل غزل دمونه

مرېدان دی په سلګودی ,خانقادرپسی ورانه

دزخمی زړه تلی ژدمه, دتڼاکو په څپلو کی

پسرلی راڅخه ورک دی, په تاګرزم ازغیستانه

دغزل شهنشاڅاری , وریښمین تخت یې په سرایښی

ښاپېرئ دالهامونو , لېونۍ ده سرګردانه

چی بهیروی دغلمانو , ته یې میریې په جنت کی

دعاتاته کړمه ګرانه , بوسه اخلم له قرآنه

زاراچاودی درپسې دی , له “نثاره”, “ترسعوده”

له “درمله” ,تر”نظیره” ,له ریحانه, تر”کاروانه”

عبدالرحمن غضری:

عمر د باد په څیر تېرېږی

دا دی د استاد پسرلی صاحب پنځم تلین دی اروا یی ښاده اوسه

خدای خبر چې تشه به یی څوک او کله ډکه کړی استاد هم خپله د پښتو لمن له رنګینو ګلونو ډکه کړې وه هم یې اولادونو ته د ادب غښتلی رسالت پرېښود جنت یې ځای کړې ربه! امین

سید عبدالله نظامی:

استاد پسرلی ویل دمرګ وسله که د هرچا لاس کې وی د مینې تمه ترې لږه کیدای شی ځکه وسلې خواږه نه ویشی.

عکس کې له ارواښاد استاد سره د سیدو مجروحانو روحونو ته د دوعا په نیت ولاړ یو ، استاد پسرلی هم اوس په حقیقی نړۍ دی څښتن دې ېې وبخښی برکتونه ېې تل پاتې .

صدیق الله بدر:

تېره شپه مې د لونګو دریڅې ( د دوو چاپ شویو ټوکو) فهرست کوت. ډېر ودرېدم. په فهرست کې د درېیو هستیو (غزل ستوری استاد محدصدیق پسرلی، استاد نصرالله حافظ او استاد سعدالدین شپون) د نومونو په لوستلو سره مې سترګې اوښکې اوښکې شوې.

یو وخت دوی ژوندی وو او دا استادان مې د لونګو دریڅې د پروګرام لپاره یو نیم یو نیم ساعته غږولی وو.

نن دا دی د غزلستوری ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی پنځم تلین دی. ګرانه ده چې څوک ومنی استاد پسرلی نور راسره نشته.

اجمل پسرلی

نن مې د پلار پنځم تلین دی، د لیکوالی په برخه کې د مرحوم پسرلی یوه لارښونه دا وه:
کله چې څه لیکئ بلې ژبې ته یې وژباړئ که په بهرنیو ژبو نه پوهیږئ فارسی ته یې ترجمه کړئ، په خپله به پوه شې چې څه پکې شته که دې هسې لفاظی کړې ده.

خالص ادیب:

نن د پښتو ژبې د خوږ ژبی شاعر او لیکوال ارواح ښاد محمد صدیق پسرلی د پینځم تلین ورځ ده، ښاغلی پسرلی په دې ورځ له فانی دنیا سره مخه ښه او ابدی نړۍ ته لاړ.پسرلی مړ نه دی، هغه ژوندی دی، له موږ سره دی، د پسرلی ارواح اوس هم د پښتو ادب له مینوالو، شاعرانو، لیکوالانو سره په کتابتونونو، کورونو، حجرو، حافظو کې د زړه خواله کوی، د افکارو ورکړه کړی؛ ځکه هغه دومره خپلې ژبې، فرهنګ او ادب ته د زړه خواږه وکړل چې موږ یې تر خوشحال خټک وروسته په پښتو ادب کې بل ساری نه وینو، خدای بښلی پسرلی لکه د خوشحال بابا ټولو زامنو “اېمل پسرلی، اجمل پسرلی، عصمت څاروان او استاد اسدالله غضنفر” پښتو ادب ته کار وکړ/کوی یې؛ نو ځکه یې په مګر یوازې کورنۍ نه بلکې د واړو ادیبانو په اننګو اوښکې غړېدې شاعر وایی:

مړ شه داسې مړی شه چې خپلوان درپسې وژاړی

خپل خو د لا خپل دی چې دښمانان درپسې وژاړی

د استاد محمد صدیق پسرلی په اړه سر سری قضاوت به ښه نه وی، که چېرې موږ غواړو پسرلی ښه و پېژنو، له فکره یې اګاه شو، باید د ده کتابونه ولوله، شعرونه یې وسپړو، تفسیرو یې وکړو، مقالې ورباندې ولیکو، په دې سره به مو له یوې خوا د ده حق ادا کړی وی له بلې خوا به مو نه یوازې د پښتو ادب مینوالو ته بلکې د نورو ژبو ادیبانو ته هم ورپېژندلی وی.

یو ځانګړی ټاپو نشته، لا به چېرته ځم له ژونده

ژوندون زیږی له عدمه، شی پیدا عدم له ژونده

ایمل پسرلی

نن مې د پلار پنځم تلین دی. د پسته اور له څلوریزو یې دا دوه ګڼې پوښتنې او کیسې راته کوی:

جهان ته راغلم، بیا بهر لاړم
ګویا سفر نه په سفر لاړم
ستړې څپلۍ وم مګر د غوښتو
بې خبر راغلم، بې خبر لاړم

***

که لاړ شو و مرو نو بیا به څه وی؟
وایی فنا ده، فنا به څه وی؟
هیڅوک رانغى له ډېرو تللیو
د خاموشانو دونیا به څه وی؟

نثار صالح:

د استاد پسرلی د وفات ۵ کاله پوره سول. موږ په پښتو کی زیات شاعران لرو، خو د پسرلی استاد په شان شعوری او فلسفی شاعران بیخی کم دی.

ارش نګیال:

زه د پسرلی صیب شاعری نه ستایم ځکه چې شاعر نه یم او په شعر لکه شاعر نه پوهیږم خو زه یی لوړه روزنه او تربیه ضرور ستایم۔ ارواښاد داسې نمونه اولادونه زموږ ټولنې ته وړاندې کړی چې د هر افغان د فخر او سر لوړۍ لامل دی۔ دوی د علم۔ صداقت۔ سپېڅلتیا او ژمنتیا په ګاڼه سمبال دی او خپل دغه شته له ځانه سره نه ساتی دوی یې پر نورو هم ویشی. د پسرلی صیب اولادونه زموږ ښوونکی او لارښوونکی پاتې شوی او دا یې حق دی چې د خپلو استادانو استاد ته لاسونه لپه کړو او دعاوې ورته وکړو۔

۸۸ total views, 88 views today

اړوند مطالب


د استاد دوست شینواری ۲۵ ام تلین او د ده د علمی مهربانۍ یوه خاطره


د غزل‌ستوری استاد محمد صدیق پسرلی د دویم تلین په مناسبت د افغان ادبی بهیر غونډه


د ارواښاد اجمل خټک د پنځم تلین په یاد/ افضل ټکور


د استاد محمد صدیق پسرلی تلین ولمانځل شو

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99501

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *