د ازبکستان بسونه او تراکتورونه افغان چارواکو ته وسپارل شول

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 41042

د ازبکستان ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګچوف تېره ورځ د حیرتان په سرحدی سیمه کې ۲۵ ښاری بسونه او ۳ عراده تراکتورونه چې د پاکستان ډالۍ وه، افغان چارواکو ته وسپارل.
ازبکستان ۲۵ ښاری بسونه او درې تراکتورونه د افغانستان سره مرسته کړی او هغه یې د حیرتان په سرحدی بندر کې د ترانسپورت وزارت مسولینو ته سپارلی دی.
د افغانستان ترانسپورت وزیر وایی، دغه مرستې کولای شی د ښاری لېژد را لېژد په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړی.
د ازبکستان ولسمشر ځانګړی استازی دغه مرستې د خپل هېواد مرستو نښه بللی ویلی او ټینګار یې کړی چې دوی هڅه کوی ترڅو په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره مرسته وکړی.
ښاری بسونه چې د ازبکستان ولسمشر څه موده وړاندې یاد هېواد ته د ولسمشر غنی د سفر پرمهال د افغانستان خلکو لپاره مرسته کړې وه، تېره ورځ د ترانسپورت وزارت چارواکو ته وسپارل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41042

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *