د ازادی راډیو په مرکزی دفتر کې د ۳ همکارانو فاتحه واخیستل شوه

  • خپرول: ۱۳ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 56481

د ازادې اروپا/ ازادی راډیو په مرکزی دفتر کې نن پنجشنبه د کابل په وروستۍ حمله کې د ازادی رادیو د درېیو وژل شویو همکارانو فاتحه واخیستل شوه.

په دې مراسمو کې د ازادې اروپا/ ازادی رادیو عمومی رئیس ټام کېنټ په ګډون د مدیره هئیت غړو، د بېلاو بېلو څانګو مشرانو او همکارانو ګډون وکړ.

د ازادې اروپا/ ازادی را‌ډیو عمومی رئیس ټام کېنټ وویل، خبریالان په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی، خو د ازادی رادیو د درېیو همکارانو په ګډون د دوشنبې په ورځ د ۹ افغان خبریالان مړینه یوه پېښه نه، بلکې عمدی قتل دی.

د ازادی راډیو د افغان څانګې مشر هاشم مهمند وویل، د ازادی راډیو او نورو رسنیو خبریالان په خطرناکو او خونړیو شرایطو کې د بیان د ازادۍ او ډموکراسۍ لپاره کار کوی او زموږ درېیو شهید شویو همکارانو د دې ارزښتونو د ساتلو په خاطر خپل ځانونه قربانی کړل.

د کابل د دوشنبې ورځې په چاودنو کې د ازادی رادیو د درېیو همکارانو سباوون کاکړ، محرم درانۍ او عبادالله حنانزی په ګډون ۹ خبریالان ووژل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56481

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *