د ارګ یو تن کارکوونکی تېره شپه په کابل کې وژل شوی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 75825

راپورونه ښیی چې د ولسمشری ماڼۍ یوتن کارکوونکی تېره شپه د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې وایی چې د ولسمشری ماڼۍ د اقتصادی زون د اړیکو امر سید مطهر صمیم تېرماښام د پنځمې حوزې په سیمه کې وژل شوی دی.
تراوسه ددغه شخص د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د کابل پولیس تراوسه د ارګ ددغه کارکوونکی د وژل کېدو د څرنګوالی په اړه معلومات نه دی ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75825

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *