د اروپایی ټولنې تور نوملړته د افغانستان نوم د زیاتېدو په تړاو د دولت غبرګون

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 105743

د اروپایی ټولنې د پیسو منځلو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون له پیسو منځلو سره د نه مبارزې له امله د افغانستان مرکزی بانک ددې ټولنې په تور نوملړ کې ور زیات کړی دی.
د افغانستان مرکزی بانک ددې موضوع په غبرګون اعلان کړی چې دا بانک د پیسو منځلو پر وړاندې د مبارزې قوانینو له مخې لازم ګامونه پورته کړی دی.
د افغانستان مرکزی بانک په وینا، دا بانک په تېریوکال کې له پیسو منځلو سره د مبارزې په موخه ۲۹ حسابونه تړلی، د مالی خدماتو د ۸ بنسټونو جوازونه لغوه کړی او ۱۷ نور مجوزونه باطل اعلان کړی دی.
د افغانستان ولسمشر ویاند هارون چخانسوری هم د پیسو منځلو په تور نوملړ کې د افغانستان نوم د زیاتولو موضوع په ناسم بللو سره وویل: د هېواد مالی نظام اصلاحاتو په برخه کې جدی هڅې روانې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105743

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *