د اردوغان حکومت د نسکورولو پلان جوړل

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 130510

آریانانیوز: د اردوغان حکومت د نسد برتانیې «میډل ایسټ ای» ویب پاڼې په خپل څېړنیز رپوټ کې ویلی، سعودی عربستان په سیمه کې د ترکیې د نفوذ مخنیوی او د ولسمشر رجب طیب اردوګان د حکومت نسکورولو لپاره پلان جوړ کړی دی.

په رپوټ ویل شوی، د متحده عربی اماراتو د سیاسی څېړنو مرکز، چې استخباراتی کړیو سره له نږدې اړیکې لری، په دې اړه میډل ایسټ ته ویلی، چې ترکیه کې د سعودی خبریال جمال خاشقجی له وژل کېدو وروسته سعودی عربستان د ترکیې د نفوذ مخنیوی او د ولسمشر اردوګان د حکومت نسکورولو لپاره پراخ پلانونه په کار اچولی دی.
د اماراتو د سیاسی څېړنو مرکز ویلی، د ترکیې ضد د دغه پلان لامل دا دی، چې ولسمشر اردوګان د خاشقجی د قتل په قضیه کې د سعودی پر ضد ډېر مخکې ولاړ او تر ډېره یې موخه د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان و.

رپوټ زیاتوی، سره له دې، چې اردوګان د خاشقجی په قضیه کې تر ډېره ناکام ښکاری، خو سعودی اوس فکر کوی، چې باید له ترکیې خپل کسات واخلی.
میډل ایسټ وایی: د اردوګان پر ضد د سعودی د پلان موخه دا ده، چې ترکیه په داخلی بحرانونو کې ښکېل شی، حکومت یې کمزوری او بیا نسکور شی او د هغه مخالف ګوندونه واک ته ورسیږی.
رپوټ کې راغلی، د ترکیې پر ضد د سعودی د دسیسې لومړنی اثرات هغه مهال ښکاره شول، چې سعودی چارواکو د ترکی رختونو، مفروشاتو او نورو توکو اتیا کانټینره خپلې خاورې ته له داخلېدو معنه کړی دی.
میډل ایسټ د ترکی چارواکو له قوله لیکلی، سعودی چارواکو درې سوه لارې سبزیجات او میوې د جدې له سمندری بندر څخه خپلې خاورې له داخلېدو منعه کړی او په عین حال کې د روان کال له تېرو شپږ میاشتو راهیسې ترکیې ته د سعودی سیالانو په سفرونو کې هم پنځلس سلنه کموالی راغلی دی.کورولو پلان جوړل

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130510

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *