د اختر په مناسبت په هلمند کې ۱۳ تنه جنګی اسیران له بند څخه خوشې شول

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 63790
د اختر په مناسبت په هلمند کې ۱۳ تنه جنګی اسیران له بند څخه خوشې شول

د مشرتابه له حکمه سره سم، د کوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت نن ورځ د هلمند په ولایت کې ۱۳ تنه هغه جنګی اسیران له بند څخه خوشی شول، چې په بیلا بیلو مودو کې په جګړو کې نیول شوی وو او د اسلامی امارت په زندانونو کې بندیان وو.
یادو بندویانو ژمنه وکړه چې نور به د دښمن لیکوته نه ورځی، اوس په حقائقو پوه شوی دی، دوی غولیدلی وو او نور غواړی خپلو کورونیوته لاړ شی او نور د هغوی د غم او خفګان سبب ونه ګرځی.
دغو بندیانوته د اسلامی امارت د مجاهدینو لخوا د اختر په مناسبت کالی او تر کورونیو پورې د رسیدو کرایه او مصرف ورکړل شول.

قاری محمد یوسف احمدی د اسلامی امارت ویاند
۲۷/۹/۱۴۳۹هـ ق
۲۲/۳/۱۳۹۷هـ ش ــ ۲۰۱۸/۶/۱۲م

 د خوشی کړی شویو اسیرانو نو ملړ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63790

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *