د اتلسو نوماندانو له ډلې څلور تنه یې د نظام بدلون غوښتونکی دی

  • خپرول: ۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 101427

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اتلسو نوماندانو له ډلې څلور تنه نوماندان د نظام د بدلون له شعار سره د دغو سیالیو ډګر ته رادانګلی دی.
د لومړی وزیر څوکۍ، د ولسمشر او لومړی وزیر د درېیم مرستیال او د فدرالی نظام رامنځته کول هغه شعارونه دی چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پورته شوی دی.
د پوهنتون استاد حمیدالله فاروقی په دې اړه وویل:«له بده مرغه هغه ګډوډی چې نن یې د افغانستان ټولنه لری، هغه لاسوهنې او لاس اچونې چې له بهره په دغې ټولنه کې کېږی او هغه ننګونې چې موږ یې لرو، موږ یوه متمرکز او یوه نظام چې د افغانستان د اساسی قانون د لارښونو پربنسټ وی، اړتیا لرو.»
عبدالله عبدالله د اساسی قانون د تعدیل او د صدارتی نظام د رامنځته کولو په شعار سره ډګر ته راغلی.
محمدحنیف اتمر د لومړی وزیر پر چوکۍ سربېره د درېیم مرستیال ګومارل هم په خپل پروګرام کې لری او دا ټول د اوسنی ریاستی نظام اصلاح بولی، د ملی وفاق ټاکنیزې ډلې مشر احمدولی مسعود د صدارتی نظام په راوستو ټینګار لری او عبدالطیف پدرام بیا د فډرالی نظام د جوړولو ژمنې کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101427

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *