د ابوبکر البغدادی د مېشت ځای په اړه نا تایید شوی راپورونه

  • خپرول: ۲۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 112154

یوه عراقی مسوول د فرات په ختیځ کې د داعش ډلې د ماتې په دوام د سوریې له خاورې څخه ددې ډلې مشر ابوبکر البغدادی له تېښتې وروسته د نوموړی د مېشت ځای په اړه خبر ورکړی دی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د الانبار ولایتی شورا غړی عید عماش الکر بولی اسپوتنیک خبری سرچینې ته ویلی چې د عراق د معلوماتو سازمان د راپور له مخې، ابوبکر البغدادی ددې هېواد په لوېدیځ کې په الانبار سیمه کې پټ شوی دی.
ده ټینګار وکړ: شونی ده دا معلومات کره وی او ممکن هم نه وی، خو کله چې بغدادی د سوریې په خاوره کې محاصره کېږی، یوې امنې سیمې ته تښتی چې الانبار سیمه د سوریې له پولو سره د نېږدې والی له امله دده لپاره ترټولو غوره ګزینه ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112154

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *