د آیت الله محقق کابلی د مړینې په اړه د ظریف د خواخوږی پیغام

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120321

د اېران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یو پیغام کې د آیت الله محقق کابلی مړینه تسلیت ویلی.
په دې پیغام کې راغلی: د پیاوړی عالم او ستر مرجع حضرت آیت الله حاج شیخ قربانعلی محقق کابلی مړینه، چې د اېران او افغانستان د علمیه حوزو له ارزښتمنو پانګو څخه شمېرل کېږی، د افغانستان شریف ملت، علمیه حوزو، تقلید کوونکو، زده کوونکو او ددې پیاوړی عالم پلویانو ته تسلیت وایم او له خدای ج څخه ده ته د لوړو درجو او پاتی کسانو ته یې د صبر غوښتنه لرم.
ولسمشر غنی تردې وړاندې د یو پیغام په صادرولو سره د آیت الله محقق کابلی مړینه ډاډګېړنه ویلی ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120321

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *