د آسیا پرمختیایی بانک: په روان کال کې د افغانستان اقتصادی وده ډېروالی موندلې

  • خپرول: ۱۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 111402

د اسیا پرمختایی بانک په خپل کلنی راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان اقتصادی وده به په روان کال کې زیاته شی.
په راپور کې راغلی دی چې د په ۲۰۱۹ز کال کې به افغانستان ۲.۵ سلنه اقتصادی وده وکړی چې د ۲۰۱۸ز کال په نبست زیاتوالی ښیی. په تېر کال افغانستان اقتصادی ودې میزان ۲.۲ سلنه و چې د ۲۰۱۷ په پرتله په کې کموالی راغلی و. په ۲۰۱۷ز کال کې د افغانستان اقتصادی وده ۲.۷ سلنه اعلان شوې وه.
د اسیا پرمختیایی بانک همدا راز اټکل کړې چې د افغانستان اقتصادی وده به په اینده کال کې ۳ سلنه ته ورسیږی.
یاد بانک په ۲۰۱۸ کې د اقتصادی ودې د کمیدو لامل امنیتی، سیاسی، اقتصادی ننګونې او وچکالی ښودلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111402

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *