دکتر عبدالله : په افغانستان کې په اقتصادی برخوکې د پرمختګ زمینه شتون لری

  • خپرول: ۲۳ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 36456

داکتر عبدالله عبدالله ، په افغانستان کې د اقتصادی پرمختګ لپاره زمینه مناسب بولی او په دې باور دی چې د افغانستان تولیدات اوس مهال ښه ځای لری او دهغې پرمختګ لپاره زمینه شتون لری . خو په دې شرط چې خلک وکولای شی د فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلی.
داکتر عبدالله ، د کرهنې په برخه کې د پانګوالو څخه د ملاتړ په کنفرانس کې په کابل کې د کورنیو پانګوالو پرهڅونې او ملاتړ ټینګار کړی وویل چې د افغانستان کورنی تولیدات اوس مهال د کیفیت له اړخه کولای شی د هرډول بهرنیو تولیداتو سره سیالۍ وکړی . دی د خلکو څخه وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخستنې فرهنګ ته پراختیا ورکړی.
دی زیاته کړه :” تاسې وګورﺉ د لبنیاتو او نورو محصولاتو په برخه کې کورنی تولیدات کولای شی د کیفت په برخه کې د هرډول بهرنیو تولیداتو سره سیالۍ وکړی . چې البته د تولیداتو کیفیت ساتنې په برخه کې د پانګوالو د پاملرنې غوښتونکی یو . دا ډېره مهمه مساله ده چې موژ ټول دغه فرهنګ ته پراختیا ورکړو”.
اجرایی مشر څرګند کړ ، حکومت په تېرو کالو کې د کرهنې په برخه کې لازمې پاملرنې او پانګونې نه دی کړی خو په وروستیو کالو کې په دې برخه کې ډېره پاملرنه ترسره شوې ده . دی ټینګار وکړ چې حکومت او مرسته کونکی بنسټونه تل په هڅه کې دی ترڅو د افغانستان خلکو لومړیتوبونو ته په پام ، د پانګونې په برخه کې اقدام وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=36456

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *