دپاکستان راکټی بریدونو افغان کورنۍ بې کوره کړی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 108406

آریانانیوز: د افغانستان په ختیځ کښې په ننګرهار ولایت باندې د پاکستان دپوځ د راکټی حملو له سره پیلیدا وروسته څلور زره(۴۰۰۰) افغان کورنۍ کډوالې شوی دی.

خبری سرچینو وویل چې د پاکستان پوځیانو د ننګرهار ولایت په« لعل پور» او «ګوشتی» ولسوالیو کښې په ځینو سیمو راکټی حملې وکړې چې تراوسه یې دمرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی خو ددغو بریدونو له کبله کابو څلور زره(۴۰۰۰) افغان کورنۍ کډوالې شوی دی .
دپاکستان له خاورې د افغانستان په ختیځ دغه راکټی حملې په داسې حال کښې له سره پیل شوې چې کابل پرون د پاکستان ، د چین او دافغانستان د استازیو په ګډون سره د یوې(۱) غونډې کوربه وو .
د افغانستان په خاوره د پاکستان دپوځ راکټی حملې له تیرو اوو(۷) کلونو راهسې دوام لری او دغه حملې د افغانستان د زرګونو کورنیو د کډوالیدا او د زیات مرګ ژوبلو او دمالی تاوانونو درسیدا سبب شوی دی .

ددغو حملو د بندیدا لپاره د افغانستان ډیپلوماټیکو هڅو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړی او دکابل حکومت د پاکستان لخوا د خپل هیواد د ملی واکمنۍ او دځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ په خاطر په ځلونو ملګروملتونو ته شکایت کړی دی .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108406

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *