دوه هندی شرکتونو د کاسا یک هزار برېښنا د لېژلو چارې پرغاړه واخست

  • خپرول: ۲۱ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 40171

دوه هندی شرکتونو د کاسا یک هزار برېښنا د لېژلو تړون د افغانستان برېښنا شرکت سره لاسلیک کړ. ددغې پروژې څه باندې ۲۳۵ میلیون ډالر لګښت په بلا عوضه توګه د نړیوال بانک له لورې ورکول کېژی.
د کاسا یک هزار د لېژلو لین تړون د څه باندې ۲۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت او هندی شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان ولسمشری مانۍ ویلی چې ددغې پروژې ټولې پیسې په بلاعوضه توګه د نړیوال بانک له لورې ورکول کېژی او د هغې عملی کار به د دوه زره اتلسم کال د اپرییل په میاشت کې پیل او د درې کالو په ترڅ کې پای ته ورسېژی.
د کاسایک هزار د برېښنا لین پروژه څه باندې ۷۶۵ کیلیومتر اوژدوالۍ لری چې د افغان چارواکو په وینا ، ۵۶۳ کیلومتر یې له افغانستان څخه تېریژی. دغه پروژه د ۶۰۰ کلیو ، ۲۳ ولسوالیو او ۶ شمالی ولایتونو څخه تېرېژی او د ولسمشری ماڼۍ د خپرپاڼې له مخې د ۱۵۲ زره افغان کورنیو پر ژوند باندې به مثبته اغېزه ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40171

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *