دوستم او دانش د څلورم ځل لپاره نن په ترکیه کې سره لیدنه کوی

  • خپرول: ۲۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 69635

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړی مرستیال دفترهیله ښیی چې په ترکیه کې د ولسمشر د لومړی مرستیال او حکومت ترمنځ د مذاکراتو په څلورم دور کې به دواړه لوری توافق ته رسېدلی وی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړی مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند وایی، په وروستیو څو ورځو کې د ولسمشر دوهم مرستیال درې ځلې په انقره کې له عبدالرشید دوستم سره لیدلی دی.
ښاغلی فرهمند چې د شنبې په ورځ یې له ازادی رادیو سره خبرې کولې، وویل چې دواړه لوری په ډېرو مواردو کې هوکړې ته رسېدلی او ډېر لږ څه پاتې دی چې هوکړه پرې لا نه ده شوې.
ده د هوکړې جزیات بیان نه کړل، خو څرګنده یې کړه چې ښایی نن ماښام دانش او دوستم د څلورم او وروستی ځل لپاره سره خبرې وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=69635

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *