دوحې خبرې: اختلافات ختم شول، پر میکانېزم خبرې روانې دی

  • خپرول: ۱۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 130226

طالبان

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

طالبان ټینګار کوی چې د هوکړې لاسلیکېدو پر وخت دې چین او روسیه شاهدان وی

قطر کې د افغان سولې خبرو ته نږدې یوې معتبرې سرچینې بی بی سی ته منلې ده چې د طالب استازو او امریکایانو ترمنځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، او له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو د پریکون پر سر اختلاف ختم شو.

سرچینه زیاتوی چې اوس دواړه خواوې د احتمالی هوکړې د پلی کولو پر میکانېزم خبرې کوی.

د دې سرچینې په وینا بین الافغانی خبرې به هم د وروستۍ هوکړې برخه وی او امریکایان ټینګار کوی چې له هوکړې سملاسی وروسته به دا خبرې پیلېږی.

سرچینې بی بی سی ته ویلی، کله چې هوکړه وشوه نو رسمی اعلان به کېږی او د لاسلیک مراسم به یې ترسره کېږی، خو لا مالومه نه ده دا مراسم به کوم هېواد کې ترسره شی.

روانو خبرو ته نږدې یوې بلې سرچینې بی بی سی ته ویلی، طالبان پر دې ټینګار کوی چې د هوکړې د لاسلیکېدو پر وخت چین او روسیه باید د شاهدانو په توګه موجود وی.

دا سرچینه زیاتوی، د هوکړې له مخې باید هر بهرنی پوځی او ان د دوی قراردادیان هم له افغانستانه ووځی.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د اتم پړاو خبرې لا هم روانې دی خو ګومان نه کېږی چې له لوی اختر وړاندې به کومه هوکړه یا جوړجاړی اعلان شی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

زلمی خلیلزاد وایی اتم پړاو خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی دی

بله خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن دوشنبه ویلی، په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د دوی په خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی. نوموړی پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې خبرې دوام لری او دی د نړیوالې همغږۍ لپاره اوس نوی ډیلی ته روان شوی.

ښاغلی خلیلزاد ویلی، تېرو څو ورځو کې د سولې د هوکړې پر پاتې جزئیاتو یې له طالبانو سره خبرې کړې دی او د دې خبرو له مخې به له افغانستانه په مشروط ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شی.

د نوموړی په وینا، په دوحه کې د امریکایی پلاوی او د طالب استازو ترمنځ خبرې دوام لری او دواړه خواوې پر هغو تخنیکی جزئیاتو کار کوی چې له مخې به یې له څلورو برخو جوړه یوه هوکړه وشی.

د دواړو خواو ترمنځ د اتم پړاو خبرې نن دوشنبه دریمه ورځ هم روانې دی، خو داسې ښکاری چې له افغانستانه د امریکایی او بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالی لا هم دواړه لوری سره ښکېل دی.

د یکشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر د ملا عبدالغنی برادر موټر د سولې د خبرو ځای ته ورسېده. له هغه وروسته د طالبانو پاتې غړی په ځانکړو ډیپلوماټیکو موټرو کې د دوحې ډیپلوماټیک ګلوپ ته د قطری مامورینو په ملتیا راغلل.

د انځور حقوق
DIPLOMATIC CLUB DOHA

Image caption

داسې ښکاری چې له افغانستانه د امریکایی او بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالی لا هم دواړه لوری سره ښکېل دی.

د ملابرادر له رارسېدو وروسته د طالبانو دویېم تن کله چې د بی بی سی خبریال د طالبانو د سیاسی دفتر له یوه غړی سره غږېده، هم مهاله د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد راورسېده او په ګیله منه بڼه یې طالب غړو ته وویل چې ولې له یوه خبریال سره غږېږئ.

په همدې خبرې سره دواړو لورو خپل ټیلېفونونه قطری امنیتی مامورینو ته ورکړل او له تړلو دروازو تر شاه شول. د خلیلزاد او ملا برادر خبرو ۴ ساعته وغځېدې او د تېر په پرتله دې ځل د کار تر پایه پر میز پاتې شول.

  • امریکا او طالبانو د ډوډۍ پر مېز څه ویل؟
  • دوحه کې بین الافغانی ناسته په ګډې اعلامیې ختمه شوه
  • قطر کې د امریکا او طالبانو استازو تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شوې

خو وروستی رپوټونه وایی چې دواړه خواوې دې هوکړې ته رسېدلی چې له هوکړه لیک وروسته باید په افغانستان کې تاوتریخجن بریدونه کم شی خو ټول شموله اوربند لا هم د یوه شرط په توګه پاتې چې هغه بین الافغانی خبرې دی چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به پلی شی.

د سولې په خبرو کې یوې بلې ښکېلې سرچینې بی بی سی ته وویل داسې ښکاری چې د دوحې خبرې ښایی دوه ورځې نور هم وغځیږی خو لا تراوسه روښانه نه ده چې د دوحې ډیپلوماټیکه ډلګې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې شاهده وی او که نه؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130226

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *