دوحه کنفرانس: افغان حکومت د ۲۵۰ ګډونوالو لېست خپور کړ

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 112883

چخانسوری: د دوحې کنفرانس د ګډونوالو لیست نهایی شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی نوم په کې نه شته. تېره ورځ ارګ دغه کنفرانس ته د ۱۵۰ ګډونوالو لیست خپور کړی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ (وری ۲۷مه) رسنیو ته د دوحې د کنفرانس د ګډونوالو لیست استولی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوری د لیست سربېره یوه لنډ وېډیویی پیغام کې ویلی، په دې لیست کې د سیاسی ګوندونو او نورو ادارو له خوا معرفی شوی کسان ځای پر ځای شوی دی.

په دې لیست کې د عبد رب الرسول سیاف نوم هم نه شته.

  • سیاف به د سولې مذاکراتو لپاره د افغان حکومت سرې کرښې ټاکی
  • د پخلاینې د مشرۍ شورا د دوحې کنفرانس لپاره پلاوی وټاکه

نور جزییات لږ وروسته

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112883

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *