دفاع وزارت: په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۱۱۹ ترهګر وژل شوی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 70164

ملی دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملی پوځ عملیاتو له امله ۱۱۹ ترهګر وژل شوی او ۷۸ تنه یې ټپیان دی.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې د ملی دفاع وزارت له خوا خپور شوې راغلی چې ۹ ګډ عملیات او ۱۶ چانیز او هوایی عملیات د امنیتی ځواکونو له خوا د ترهګرو پر اډو باندې ترسره شوی دی.
دغه عملیات په ننگرهار، لغمان، کاپیسا، غزنی، میدان وردک، ارزگان، زابل، هرات، فراه، فاریاب، قندوز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې په دې عملیاتو کې د ترهګریزو ډلو یوشمېر جنګیالی نیول شوی او ددوی یوشمېر وسلې هم لمنځه وړل شوی دی.
ملی دفاع وزارت د ملی پوځ ځواکونو د تلفاتو په اړه جزییات نه دی ورکړی او طالب ډله هم تراوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70164

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *