دفاع وزارت: نظام الدین قیصاری د تورونو سپیناوی په مقصد نیول شوی

  • خپرول: ۱۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: صدای افغان
  • د خبر شميره: 67294

دفاع وزارت: نظام الدین قیصاری د تورونو سپیناوی په مقصد نیول شوی

په فاریاب کې د یو شمېر خلکو له لورې د نظام الدین قیصاری د نیول کېدو په غبرګون کې د مظاهرو سره ـ سره د فاع وزارت له نظام الدین قیصاری سره د قانونی چلند خبر ورکوی.
د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش  وویل چې نظام الدین قیصاری باید عدلی او قضایی بنسټونو ته پر ځان د لګېدولو تورونو په اړه وضاحت ورکړی.
نوموړی زیاته کړه چې د قیصاری د نیولو پرمهال د امنیتی ځواکونو او د هغه د ساتونکو ترمنځ نښته شوې خو قیصاری نیول شوی او د څېړنو لپاره کابل ته راوړل شوی دی.

ښاغلی رادمنش په دغه نښته کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست نظام الدین قیصاری تیره ورځ په فاریاب کې د یوې امنیتې غونډې پرمهال د افغان ځواکونو له لورې ونیول شو.
که څه هم دفاع وزارت پر نظام الدین قیصاری د لګېدولو تورنو په اړه جزئیات نه ورکوی خو څه موده وړاندې نوموړی په یوې ویډیو کې د فاریاب والی، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو ته خبر داری ورکړی چې که جمعه بازار سقوط شی او کسان یې طالبان محاصره کړی نو دی به ټول چارواکی ووژنی.
نوموړی همدا راز ولسمشر محمد اشرف غنی ته خاین هم ویلی وو.
له دې وړاندې قیصاری د خپلې مېرمنې او اوښی په وژلو هم تورن شوی، خو نوموړی دا تورونه رد کړی او ویلی چې ځینو رقیبانو یې ده ته دسیسه جوړه کړې ده.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=67294

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *