دفاع وزارت: د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ ته ځواب ورکوو

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87949

د ملی دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامی وایی، طالبان د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوی، خو په وینا یې بریالی به نه شی.
هغه نن د کابل په ریشخورو کې د تازه فارغېدونکو پوځیانو غونډې ته په خبرو کې وویل، دفاعی ځواکونه به د ټاکنو خوندیتوب وساتلی شی.
وړاندې تر دې د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ یوزې «تبلیغات» بللی و.
وړمه ورځ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم یادونه وکړه، چې دوی به په ټاکنیزه پروسه کې هیڅ رول نه لری او افغان عسکر به یې پخپله امنیت نیسی.
طابانو په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلی و، له دې «امریکایی پروژې» باید افغانان لرې واوسی.
د پوځی چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وایی، که په ټاکنو کې د ناټو مرسته نه وی، افغان عسکر د دې وړتیا نه لری چې ټاکنیزه پروسه خوندی کړی.
هغه وویل د حکومت له لوری د دې پروسې د خوندیتوب لپاره ۵۰زره عسکر ګمارل شوی، خو په وینا یې ۲۰زره هم کافی دی، خو چې ملی احساس ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87949

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *