دعابد او یو ښایسته زناکاری ښځی قصه!

  • خپرول: ۱۹ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 35670

 

په تېرو وختو کې یوه داسی ښایسته ښځه وه، چې په هغه وخت کې ساری دښایست نه و، خو دا ښځه وه بدکاره، په سل دیناره به یې بدخویو ته ځان په لاس ورکاوی، یوه ورځ یو سړی ولېدله، او ډیره ښه ورته ښکاره سوه، دا سړی ولاړ په خپل لاس یې مزدوری وکړه، او سل دیناره یې جمعه کړو، رایې وړل ودغې ښځی ته، هغې ورته وویل: چې هغه زما مزدور ته یې ورکړه، چې وزن یې کړی، ده روپۍ وهغه ته ورکړی، هغه وتللې.

له دې وروسته دغې ښځی دا سړی خپلی خونې ته را وغوښت، هلته دسرو زرو کټ پروت و، ښځی ورته ویل چې اوس دې خپل اختیار، خو کله چې دغه سړی ورته کښېنستی، دلته سړی ته خپل ځان وریاد سو، چې زما او دالله په منځ کې له دېنه وړاندی څه واسطه وه، بس په وام او رېژدېدا واخیست، شوق یې سوړ سو.

دې سړی ښځی ته وویل: چې سل روپۍ یې ستا خو ما ته اجازه راکړه، چې لاړ سم، ښځه حیرانه سوه، ورته ویل یې: چې زه دې داسی ولېدلم لکه هغه ستا خیال چې و، او په خپل لاس دی مزدوری وکړه او پیسې دې جمعه کړی، خو کله چې دې پر ما قدرت پیدا کړ او سل دیناره دی راسره جمعه کړو، او اوس….؟

ده ورته وویل: چې ما ته الله را یاد سو، او دالله په حضور کې چې زما کوم ځای و، هغه راته یاد سو، بس نور می نو پرېښودلې.

ښځی ورته وویل: چې که ته په دې کې روښتونی او صادق یې، نو زه هم له تا ما سوا بل څوک نه میړه کوم، سړی ورته ویل: چې ته ما پرېژده، چې ولاړ سم، ښځې ورته ویل: چې یا، هیڅکله دې نه پرېږدم، له ما سره به وعده کوې، بیا به ځې، بالآخیر سړی ورته وویل: چې سمه ده، ښځی اجازه ورکړه، او سړی ولاړی خپل ځایته.

دغه ښځه لشا سره له خپلې ټولې شتمنۍ پښېمانه په سې ولاړه، پوښتنه-پوښتنه اخیر یې ددغه سړی کور پیدا کړ، خلک سړی ته ورغلل، او ورته وویې ویل: چې هغه ددنیا ملکه په خپله درپسې راغلی ده، او ستا پوښتنه کوی!؟

دی چې کله له کوره ورته را ووت، او پر ښځه یې سترګی ولګېدې، بې هوښه سو، پر زمکه وغورځېدی، ددې په مخکې ساه ورکړه.

ښځی له ځان سره ډیر اوفسوس وکاو، او ویل: چې له دې خو می نصیب کم سو!

له خلکو یې پوښتنه وکړه، چې بل څوک قریب یې سته؟ هغوی ورته وویل: چې یو مسکین ورور لری، دا ورغله هغه ته یې وویل: چې ستا دورور دمینی له امله له تاسره واده کوم.

بس واده یې وکړ، او الله اوه زامن ورته ورکړل.

دا قیصه ابن الجوزی رحمه الله په روضه المحبین ونزهه المشتاقین: ۱/۴۴۷ کې دحسن بصری رحمه په خبر یاده کړی ده.

له قیصې نه موږ دا سبق اخلو، چې که حرام کار دالله له وېری پرېږدو، هم به مو آخیرت سم کړی وی، او هم به په دنیا کې دعزت خاوندان یو.

سید قطب رحمه الله وایې: چې دنفس او هوا دسختو څپو څخه دغوندېتوب یواځنۍ لاره د الله نه وېره ده، که دا وېره نه وی، نو دهوا دسختو څپو څخه دځان ساتلو بله لاره نسته.

 

لیکنه:..مفتی احسان الله…

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=35670

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *