
درې تنه جګپوړی امنیتی چارواکی د جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شول
- خپرول: ۱۹ سنبله ۱۳۹۷
- نوملړ: امنیت او پېښې
- د خبر شميره: 82564
درې تنه امنیتی چارواکی چې د وروستیو ناامنیو له امله جرګې ته رابلل شوی ول، استجوابیه غونډې ته حاضر نه شول. دا موضوع د جرګې ځینو استازو له غبرګون سره مخ شوې ده.
د امنیتی بنسټونو هغه مسولین چې نن دوشنبه په هېواد کې د امنیتی ستونزو په تړاو پارلمان ته رابلل شوی ول، د یاد بنسټ استجوابیه غونډې ته حاضر نه شول.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملی دفاع وزیر طارق شاه بهرامی او د ملی امنیت عمومی مشر محمد معصوم ستانکزی پارلمان ته د یو مکتوب په لېږلو سره ویلی چې دوی د محرم ورځو لپاره د پروګرام طرح کولو په خاطر ونه توانېدل جرګې ته حاضر شی.
خو د ولسی جرګې استجوابیه غونډې ته د امنیتی بنسټونو د مسولینو نه حاضرېدل د جرګې ځینو استازو له غبرګون سره مخ شوی دی.
دوی دغه کار ولسی جرګې او خلکو ته بې احترامی بللی او د هېواد ددغو دریو پوځی او امنیتی چارواکو د استیضاح غوښتونکی شول.
نظرات(۰ دیدگاه)