درد | حقانیار

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 130774


Fb-Button

خبر بوږنوونکی و. د تلویزیون په پرده، ارګ ته نږدې له دوړو او لوګیو جوړ ډاروونکی تصوېر، لکه توربخون سایوان پر ښار را ځوړند و.

د ماتو کړکیو چوکاټونه کاږه واږه په ودانیو پوری ځړیدل، په باروتو لړلې د پردو تړانګی یوه بله خوا رپېدې، کوړۍ کوړۍ ښیښې پرځمکه پرتې وې.
نر و ښځی له یوه مخه ترهیدلی ښکاریدل. یوه بله خوا یی منډی وهلې، ته به وا توردیو ښار ته را ګ‌‌‌‌‌‌ډ شوی.

خبریال د سړک غاړی لښتی کې ځنګون کېښ و. په ریږدېدلی غږ یې د موټر بم خبره کوله.

د کامرې صحنې په تلوار بدلیدې. امبولانسونه ایمرجنسی روغتون ته په نوبت ور ننوتل، ډاکټران و نړسان یې په دهلیزونو کې لالهاند ول. د ټپیانو د کریږو ځوږ وو. په وینو لړلی تذکیرې تر ټپیانو لاندی د ‌‌ډبرین غولی خواته په منډه وی. د وینو څاڅکی لکه سره میږیان لیکه ورپسی ځغاستل.

د کابل څیرلی ګریوان بیا کوم چا په وینو ور لړلی و، ځینی تصویرونه یی په پښتنو کلیو کې د ناورین غبرګونی ول. د خټینو کورونو بمبارد، د نیمی شپې چاپې، د مړیو کتار کتار جنازې، په کفنونو کې کوټه کوټه نغښتې غوښی، د ولسی خلکو په خړو مخونو را بهیدلې او ښکې یی سړی ته ور یادولې.

*   * *

پر اړخ وا وښتم. د کټ چغکی مې واورېده، اندیښنې نه را څخه کرارېدې. ساعت ته مې وکتل شپه تر نیمی تېره وه، د ډاکتر خبره مې را یاده شوه:

«که د شپې خوب نه وړې د باندی وځه، ځان چې ستړی شی خوب پخپله راځی».

چاره نه وه له کوره ووتم. په کوڅه کې باران اورېدلی و. له ځمکې خوندور بوی ولاړیده هوا یې مینځلې وه، چوپه چوپتیا وه، ژوره ساه مې واخیسته. سیوری مې پر سړک تربلو څراغونو لاندی کله مخی ته کله شاته را پسې ځِغاست.

یو ارام بوږږس مې تر غوږ شو، د ګزمې موټر و، پولیس د سترګو تر کونج راته وکتل، لاس یې داسی راته پورته کړ، ته به وا پیژندلم یی.
شکې یی کړم. ورپسی کتل مې ښه مخ ته ولاړ، د موټر د بریک اشاره یې تکه سره وځلېده و درید. اندیښنه را ولویده، هسی نه چې په زړه کې ور تېره شوې وی:

«په دې نیمه شپه کې دا تورسری مهاجر دلته څه کوی چې کړاند ګرځی؟».

هن مې کړل، له ځان سره مې وویل:

«بلا مې ورپسې نو څه چې ګرځم، ورځ او شپه یې بیا چا ایستلې».

حرکت یې وکړ، کوڅه یې بدله کړه. پورته مې وکتل د پلنو تورو وریځو په سینه کې یو ځای تک شین معلومېده، واړه واړه ستوری پکې ځلیدل. منظره یې د وطن د اسمان غوندی راته وایسیده، مبایل مې مخامخ ورته ونیو، په عکس کې ستوری نه ځلیدل.

ساعت ته مې وکتل، پاو کم دوې بجې وی. د شمال له نرۍ څپې سره به د ونو له پاڼو روڼه څاڅکی و څڅېدل، بیا به بیرته سړه سنا شوه. له ځان سره مې وویل:

«زموږ پر بده ورځ یې د دې خلکو څه؟ خواتوری شول. که خبره وریاده کړې هم، وایی:
سیاسیون مو د واک وږی دی. که یوه خوله شی، نو پردی هلته څه بلا غواړی».

پام مې شو، په پښو کې مې د شا له خوا د چوڼیا روښنایی ګردۍ لیکی ول ول را تاو شوې، ژر مې شاته وکتل، ما سکول پولیس را پسې راغلل. سترګې مې وبریښیدی، چُرتی غوندی شوم، خو ونه دریدم. د شعاوو کړۍ په ‌‌‌‌‌‌ډېره چټکۍ را نږدې کیدې. ښی اړخ ته یې بریک راته ونیو، د روغتون امبولانس و، آلارم یی خاموش و.

یوه ځوانه شین سترګې جلو ته ناسته وه. ښۍ خواته یې بله په عمر پخه زیړویښتۍ په مخابره کې غږیدله. دواړو ویښتان کلک شاته تړلی ول، جامې یې کټ مټ د ژېړ لیکی زرغونه امبولانس په ډول وی. د دروازې ښیښه یی په تیزۍ کښته کړه. شونډی یې سره کښ کړې «های» یې راته وویل، ماهم په «های» ځواب ور کړ، تلواری یې وویل:

ـــ  وځنډیدو، بښنه غواړم. جې پې ایس (GPS) تېر ایستو. مهربانی وکړئ رهنمایی مو کړئ.

ـــ  وبښئ، په کوم نمبرکور پسې ګرځئ؟

تعجُب یی وکړ، د جلو اړخ کې سکرین ته یې په ځېر وکتل، مخ یې را واړاوه:

ـــ  د ژمې په کوڅه کې ۱۳مه ایف نمبر ویلا (حویلۍ) در یادوم.

ورته موسک سوم، و مې وویل:

ـــ  د دوبی په شپه، د ژمې کوڅه لټوئ خیریت خو دی؟!

د پریړو شونډو تر منځ یی غاښونه یې د سړک څراغ ته وځلیدل، راغبرګه یې کړه:

ـــ  د یوچا پر زړه شدیده حمله راغلې، ګومان مو وکړ ته یې له کوره یې.

ـــ  دزړه حمله، پرچا؟ ودی ډارولم!

ـــ  پر یوې ځوانی ښځی، هیله کوم تلوار پکارده!

کیڼی خواته مې یوې نرۍ تیاره کوڅې ته لاس ونیو ومې ویل:

ـــ  هاغه د لوړ ناجو شاته تته رڼا وینې، هماغه د کو څې پیل ده که ضرورت وی ملتیا به مو وکړم.

ـــ  زیاته مننه، باید حرکت وکړم.

وروستۍ خبره یې له یوې نرۍ موسکا سره په تلو تلو کې راته وکړه.

له ځایه ونه ښوریدم. پسی کتل مې، د امبولانس د سایرن (siren) رڼا د ګڼو ونو په منځ کې ‌‌‌‌‌‌ډوبه شوه، حرکت مې وکړ. د ونو له پاڼو څاڅکې نور نه را رغړېدل، د خپلو پښو څرپی مې اوریده. پوست مې زیږ شو، د کور پرخوا مې لنډه لار سیخه کړه، چابک روان شوم.

شاته مې نه کتل، سیوری مې لاهم شا و مخ ته را سره ځغلېده. له ځان سره بڼیدم (په یاد مې نه دی چې څه مې ویل). پام مې شو تړلی دروازی ته و لاړوم.


ستوکهُلم، سویډن