دحج فرائض، واجبات او سنتونه

  • خپرول: ۱۳ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 28651

مفتی احسان الله 

په اصل کې دحج فرضونه درې دی:
۱- احرام
۲- وقوف عرفه
۳- طواف زیات
له دغو دریو که یوم هم پاته سی حج نه صحیح کیږی.

دحج ارکان:
۱- طواف زیارت
۲- وقوف عرفه

دحج واجبات شپږ دی:
۱- دوقوف په وخت په مزدلفه کې څه وخت تېرول

۲- دصفا او مروې په منځ کې سعی کول

۳- شیطانان په شګو ویشتل

۴- دقارن او متمتع لپاره دم شکر

۵- دسر بېښتان خرېیل یا کمول

۶- دافاقی لپاره طواف وداع کول

یادونه: په څینو کتابو کې دحج واجبات ۳۵ یاد کړی دی، خو هغه بالذات واجبات نه دی، دلته بالذات واجبات مراد دی.
واجبات که په یو معتبر عذر سره ترک سی، جزا یې نسته، او که بې له غذره پاتی سی، نو جزا ورباندی لازمه ده.

د حج سنتونه:

۱- مفرد افاقی یا دقارن لپاره طواف قدوم کول

۲- په طواف قدوم کې رمل کول، که یې دلته ونه کړای سی، نو په طواف زیارت کې دی وکړی

۳- دامام لپاره په دریو ځایو کې خطبه ویل: اول: په اوم دذی الحجې په مکه مکرمه کې، په نهم یې په عرفات کې او په یولسم باندی په منا کې

۴- په نهم دذی الحجې په منا کې شپه تېرول

۵- په نهمه ورځ دلمر ختو څخه وروسته له منا نه عرفات ته تلل

۶- له عرفات نه دامام له تللو وروسته تلل

۷- له عرفات نه چې را سی په مزدلفه کې شپه تېرول

۸- دمنا په ورځو کې په منا کې شپې تېرول

۹- له منا نه په واپسی کې په محصر کې درېدل که څه هم لږ وخت وی.

له دې علاوه دحج سنن نور هم سته چې تفصیل یې بسط غواړی.

سنت نه کول ښه کار نه دی، البته! جزا یې هم نسته، او په کولو کې ثواب سته.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=28651

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *