دا چې ځینې خلک له نورو سره په ګډه ډوډۍ نه خوری، لامل یې څه دی؟

  • خپرول: ۱۷ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 98437

د بی بی سی د لیکنې له مخې، ډېرو ته ګوښې ډوډۍ خوند نه ورکوی، خو داسې برېښی چې د هغو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی چې خپله کاسه واخلی او له نورو پر څنګ ورته پرلت ووهی. آن هغوی چې په یوه کور کې هم اوسی، د شمېرو له مخې د ډوډۍ خوړنې نیم وخت یې له ځانه سره تېرېږی. خو ځینې ښایی شرمېږی چې له نورو سره یا د نورو تر مخه ډوډۍ وخوری.
شیلا دیلان د ګوښې ډوډۍ خوړنې د لاملونو او آن ګټو په اړه اته دلیلونه ټول کړی چې پاینده څرګند یې راته وایی:
د یوازې ډوډۍ خوړلو لومړی لامل دا دی چې:
۱. هر څومره ډوډۍ چې وغواړئ خوړلی یې شئ.
ډېری مهال د نورو په شتون کې تاسې هغومره چې غواړئ وخورئ نه یې خورئ او د عامو په اصطلاح لاس نیسئ. کېدای شی ستاسې داسې خواړه خوښ وی پر نورو یې بوی ښه لګېږی. لکه پر ځینو خلکو د ژړو غوړیو بوی ښه نه لګېږی، د ځینو د کبان بدوی بد اېسی او یو شمېر خلک له بهرنیو خوراکونو سره جوړ نه دی.
۲. مجبور نه یاست له بل چا سره خپله ډوډۍ تقسیم کړئ
داسې وختونه وی چې له تاسې ناست کسان غواړی هغه خواړه چې تاسې ځان جوړ کړی او غوښتی وڅکی او یا یې هم درسره وخوری، په پای کې ګورئ چې تاسې ته څه نه دی پاتې.
دا ښه خبره ده چې ډوډۍ مو له نورو سره شریکه کړئ خو کله کله هغه څه چې مو په شوق ځان ته ایښی وی، ارمانجن یې پاتې کېږئ.
۳. که یوازې ډوډۍ وخورئ کېدی شی صحی خوراک وکړئ
ډېری مهال له موږ سره پر ډوډۍ ناست نور خلک د دې لامل کېږی چې زموږ پرهیز راباندې مات کړی. موږ به پرېکړه کړې وی چې صحی خواړه وخورو، او یا دا چې د وزن کمولو لپاره مو ځانګړی خواړه په پام کې نیولی وی، خو چې نور درسره ناست وی تر هغې کچې درباندې ډېره ډوډۍ خوری چې پخپله مو ورته نیت کړی وی. د امریکا د زړه ټولنې څېړنې ښیی، هغه کسان چې خوراکی رژیم مراعات کوی، ۶۰ سلنه شونې ده چې له نورو سره په ناسته کې خپل پرهېز مات کړی.
۴. په هر سرعت چې وغواړئ خوراک کولی شئ.
څېړنې شیی چې د خوراک پر مهال د نورو د خوړلو سرعت زموږ پر سوکه والی او یا ژر ژر خوړلو اغېز درلودلی شی. یوه څېړنه ښیی دوه پېغلې چې سره یو ځای ډوډۍ خوری هره یوه د بلې د مړۍ له اخیستلو سره خپله مړۍ اخلی.
نو چې کله یوازې یاست په هماغه سرعت به ډوډۍ خورئ چې پخپله یې غواړئ نه دا چې بل څوک څنګه او څومره ژر ژر خوری.
۵ : تاسې د دې وخت لرئ چې د ډوډۍ پر خوند او بوی فکر وکړئ
کله چې یوازې ناست، د بل چا خبرو ته مو غوږ نه دی چې ورسره د دې وخت ونه لرئ چې په مخ کې مو پر اېښې د ډوډۍ پر خوند او بوی فکر وکړئ. تاسې کولی شئ پام مو د ډوډۍ خوند او ډول ته واړوئ
۶. کولی شئ رستورانت ته ولاړ شئ او یا په هر هغه ځی کې ډوډۍ وخورئ چې غواړئ
داسې خلک شته چې ډېر مهال غواړی په یوه رستورانت کې ډوډۍ وخوری خو چې له نورو سره یې خورئ نو د هغوی له خوا غوره شوی ځای کې به یې خورئ. داسې هم کېږی چې تاسې د سړک پر غاړه د داسې یوه ځای ډوډۍ خوښوئ چې که نورو ووایئ ملنډې درباندې ووهی او تاسې د هغوی له شرمه د هغه ځای ډوډۍ ونه خوړلی شئ، خوچې یوازې ډوډۍ خورئ په هر هغه ځی کې چې غواړئ ډوډۍ خوړلی شئ.
۷. اړ نه یاست د بل چا د ژوولو غږ واورئ
ځینې خلک شته چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال داسې غږونه یې له خولې راوځی چې ستاسې د نارامۍ لامل کېږی، تاسو کولی شئ ګوښه په ارامه فضا کې ډوډۍ وخورئ.
ځینې کسان د نورو د ډوډۍ خوړلو له غږ سره حساس وی او توند غبرګون ښیی.
۸. اتم: په هر وخت چې غواړئ خپله ډوډۍ خورئ
په خوبځی او حمام کې خواړه خوړل ستاسې پر خوښې پورې تړاو لری، چې کوم ځای کې خواړه وخورئ.
که داسې خواړه غوره نه کړئ، چې بوی یې ټوله فضا نیولې وی، کولی شئ ټوله ورځ هر ځای چې وغواړئ، خپله ډوډۍ درسره یوسئ… البته دې ته مایل نه یاست چې په سهارنۍ غونډه کې د تازه هوږې د بوی له کبله د نورو منځ کې مشهور شئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98437

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *