داودزی: د سولې مشورتی لویه جرګه به دروانې میاشتې په ترڅ کې جوړه شی

  • خپرول: ۱ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 105800

د سولې عالی شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داودزی وایی، چې د سولې مشورتی لویې جرګې لپاره یې تیاری پیل کړی او د روانې کب میاشتې په ۲۶مه به په کابل کې جوړه شی.
داودزی نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې سولې مشورتی جرګې کې د ښځو ونډه هم په نظر کې نیول شوې او تر ۳۰ پورې مېرمنې به په دې جرګه کې ګډون وکړی.
داودزی د سولې مشورتی جرګې کې د ښځو د ګډون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړی، چې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم یوې غونډې ته ویلی ، چې د سولې په روانه پروسه کې باید د مېرمنو ونډه زیاته شی او ښځې باید د خپلو حقونو د خوندی کولو لپاره د سولې روانه پروسه کې مهمه ونډه واخلی.
د ګډ حکومت چارواکو د سولې مشورتی جرګې د دایرولو پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې رسنیو ته ویلی، چې د سولې له مشورتی جرګې وړاندې باید له طالبانو سره د سولې لپاره د ټولو سیاسی ګوندونو یو ملی هیئت وټاکل شی.
خلیلزاد خبرداری ورکړی، که د سولې له مشورتی جرګې وړاندې ملی هیئت ونه ټاکل شی د مسکو ناستې په څېر نورې ستونزې به رامنځته شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105800

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




8 + 2 =