دانش : د هند له لورې ۱۱۶ پراختیایی پروژې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې په پام کې نیول شوی دی.

  • خپرول: ۶ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 40543

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان او هند ترمنځ د دویم هوایی دهلیز د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې په وروستۍ میاشت کې د هند له لورې ۱۱۶ پروژې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په پام کې نیول شوی دی.
د افغانستان او هند ترمنځ دویم هوایی سوداګریز دهلیز د چهارشنبه په ورځ د افغانستان ولسمشر دویم مرستیال ، د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ، د سوداګری او صنایع وزارت مسولینو او افغان سوداګرو په حضور سره پرانستل شو او په ورته وقت کې ددې لارې نه ، د افغانستان ۴۰ ټْن سوداګریز مالونه د ممبی بازار ته ولېژل شول.
د افغانستان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ددغه هوایی دهلیز د پرانستلو پرمهال د هند حکومت د مرستو څخه مننه وکړه او وویل چې په وروستیو میاشتو کې د یاد هېواد له لورې ۱۱۶ پراختیایی پروژې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په پام کې نیول شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40543

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *