دانش: د سولې خبرې د افغانستان حکومت له ګډون پرته بې پایلې دی

  • خپرول: ۴ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105856

د ولسمشر مرستیال سرور دانش تېره ورځ په افغانستان کې د سولې او ننګونو تګلارې په کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د سولې هرډول هوکړه باید د افغانستان سیاسی نظام او اساسی قانون ارزښتونو په پام کې نیولو سره ترسره شی.
د افغانستان ولسمشر دوهم مرستیال خبرداری ورکړ چې د سولې هرډول طرح چې د اوسنی سیاسی نظام او اساسی قانون د لمنځه تلو لامل وشی، یوځل بیا دا هېواد به د جګړې او تاوتریخوالۍ خواته یوسی.
سرور دانش ددې مطلب په څرګندولو سره چې د اساسی قانون تعدیل باید د قانونی لارې ترسره شی، زیاته یې کړه: د سولې لپاره د یو شرط په توګه د اساسی قانون تعدیل او د طالبانو فکرونو په یوځای کولو سره، به هېواد د کړکېچ خواته یوسی.
ده همداراز د بیان آزادۍ، مدنی ټولنې، بشری او د ښځو حقونو ځای او ارزښت ته په اشارې سره وویل: د هېواد تېرو ۱۸ کالو لاسته راوړنې په هیڅ وجه د سولې په بهیر کې د معاملې وړ نه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105856

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 79 = 86