دانش: د افغانستان دولت د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته له طالبانو سره خبرې کوی

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 130386

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایی، افغان دولت به له طالبانو سره د سولې خبرو ته له ټاکنو وروسته کېنی.
سرور دانش ویلی، که څه هم د طالبانو او امریکایانو خبرې تکمیل شوی، خو افغان حکومت به له طالبانو سره د میزان د شپږمې له ټاکنو وروسته خبرو ته کېنی: (( دوی تر اوسه دوه موضوعات خپلو کې سره څېړلی دی، خو د نظام څرنګوالی، اساسی قانون او نور موضوعات شته چې طالبانو سره پرې خبءې نه دی شوی او افغان حکومت په دې برخه کې یو طرف دی.))
سرور دانش ټینګار کړی افغانان هغه سوله غواړی چې باعزته وی، د افغانستان تلپاتې ثبات او د خلکو ازادی تضمین کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غنی هم د اختر له لمانځه وروسته وویل، چې د سولې خبرې د اوسنی حکومت چې د پای ورځې یې دی، واک نه دی بلکې راتلونکی حکومت به له ټاکنو وروسته په دې تړاو پریکړه کوی: (( د سولې لپاره باید یو باصلاحیته حکومت د ټاکنو له لارې راشی، د ملی یووالی د حکومت وروستۍ ورځې دی خود سولې خبرې لوی صلاحیتونه غواړی.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ته نږدې سرچینې وایی، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه به المان یا ناروې کې ژر تر ژره لاسلیک شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130386

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *