دانش: افغانستان د حکومت او بېلابېلو اساسی قوانینو د آزمایښت ځای نه دی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 104084

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سیاسی نظام د بدلون په صورت کې د اختلافونو او بې ثباتۍ د رامنځته کېدو او د ثبات د راوړلو پرځای د اساسی قانون د لیری کېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، دانش د کابل پوهنتون په غونډه کې زیاته کړه: افغانستان نباید د موقتو ادارو او بېلابېلو اساسی قوانینو د آزمایښت ځای وی.

ده ددې مطلب په څرګندولو سره چې په افغانستان کې یوازې حکومت کولای شی له خلکو استازیتوب وکړی، ټینګار یې وکړ: حکومت د سولې خبرواترو مشرۍ پرغاړه لری او د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول ګام باید د افغانستان بیرغ ترسیورې لاندې ترسره شی.

ښاغلی دانش د اساسی قانون په بدلون سره د مېرمنو حالاتوته په اشارې سره وویل: مېرمنې به تېرو ته ور ونه ګرځی، د هېواد مدیریت د ناوړه فکرونو له خوا ناشونی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104084

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *