دامریکایی نیواکګروپوځیانوّه په بریدکی نه ملکی کسان شهیدان شول

  • خپرول: ۱۴ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 125003

آریانانیوز: دیوراپوپه ساس ّپه میدان وردک ولایت کښې ځایی سرچینو وویل چې د امریکې ترهګرو پوځیانو تیره شپه د دې ولایت په چک ولسوالۍ کښې په یوې دینی مدرسې باندې حمله وکړه او نهه زده کونکی یې ووژل.

امریکایی ترهګرو پوځیانو د دغو نهو زده کونکو له وژلو وروسته د یادې مدرسې ودانۍ هم په چاودونکو توکو والوزوله
د ویلو ده چې د ترهګرو امریکایی پوځیانو په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې لسګونه شپنی عملیات ترسره کړی دی.

د افغانستان ولسی او مشرانو جرګې په تیرو څو میاشتو کښې په غیرپوځی او ملکی اهدافو باندې د امریکې د حملو په زیاتیدو په ځلونو نیوکه کړې ده خو له دغو نیوکو سره سره، پر افغان وګړو د امریکې د پوځی ځکنۍ او هوایی حملې لاهم دوام لری.
په دې وروستیو کښې ملګرو ملتو هم په افغانستان کښې د امریکایی پوځ د عملیاتو له امله د ملکی افغانانو له وژلې اندیښنه څرګنده کړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=125003

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *