داعش د ۲۰۱۷ کال په وروستیو ۸ میاشتو کې د ملکی وګړو د وژل کېدو اصلی لامل ګڼل شوی

  • خپرول: ۲۰ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41015

د ملکی وګړو د خوندیتوب لپاره د حق غوښتنې ډلې په یو راپور کې اعلان کړی چې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو ۸ میاشتو کې دداعش ترهګریزه ډله د ملکی وګړو د تلفاتو ډېری لامل ګڼل شوی چې د یادې ډلې د ترهګریزو بریدونو له امله څه باندې ۲۳۰ کسان وژل شوی دی.
د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وایی، په افغانستان کې د جګړې ښکېلو غاړو ټول جنګی قوانین او اصول تر پښو لاندې کړی او د ملکیانو مرګ ژوبلې ته‌یې هېڅ پاملرنه نه‎ده کړې.
د دې ګروپ غړی عزیز احمد تسل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» په کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې خبری ناستې ته وویل چې په تېرو اتو میاشتو کې د وسله‎والو ډلو د بمی او ځانمرګو حملو او د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایی حملو کې نږدې ۴۰۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلی تسل په وینا، په دومره کمه موده کې د ملکیانو دومره لوړه مرګ ژوبله افغان ولس ته د اندېښنې وړ ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41015

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *