"داعش جنګیالیو د البغدادی پرضد د کودتا هڅه کړې"

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104384

أبو بکر البغدادی

د انځور حقوق
AFP

Image caption

دغه عینی شاهد دا هم وایی چې “ټول پوهېدل ابو بکر البغدادی چېرې اوسېږی، خو د ښار منځ ته به یې له خپلو ساتونکو سره تللو ته زړه نه ښه کاوه، تل به په اوبل ډوله سره موټر کې ګرځېده.”

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې د خبریالې مارټن شلوف یوه ځانګړې مرکه خپره کړې، چې وایی، یوه عینی شاهد ورته د “اسلامی دولت” (داعش) د مشر ابو بکر البغدادی پرضد د پاڅون کیسه کړې ده.

ګارډین د مارټن شلوف دې مرکې ته د “د اسلامی دولت ډلې مشر مې په خپلو سترګو لیدلی” نوم ورکړی دی.

عینی شاهد خبریالې ته د دغه پاڅون کیسه کوی او وایی، د یادې ډلې بهرنیو جنګیالیو د ابو بکر البغدادی له ساتونکو سره دوې ورځې جګړه وکړه، خو کودتاچیانو ماتې وخوړه او ووژل شول.

لیکوال وایی، دغه عینی شاهد ګارډین ته دا کیسه وروسته تر هغه وکړه، د سوریې ختیځ کې د “اسلامی دولت” نومې ډلې له وروستی قلمرو په تېښته بریالی شو.

دی وایی “جګړه په سپټمبر میاشت کې په الکشمه سیمه کې وه، چې باغوز ته څېرمه پرته ده.”

  • سوریه کې د ابو بکر البغدادی د زوی وژل کېدو خبر
  • ابو بکر البغدادی: له موصله مه په شا کېږئ
  • روسیه: ښایی د داعش مشر وژل شوی وی

د رپوټ لیکوال د ۵۳ کلن عینی شاهد جمعه حمادی له خولې وایی: “ابو بکر البغدادی مې په خپلو سترګو ولید، خوارجو د هغه د نیولو هڅه وکړه، خونړۍ جګړه وشوه، د کورنو منځ کې زښت ډېرې سمڅې وې، ډېری کودتاچیان د تونس وو، هغه مهال یې ډېر کسان ووژل شول.”

د البغدادی سور موټر

حمدان زیاتوی: “البغدادی بیا وروسته باغوز ته ولېږدېد، دی او ځانګړی ساتونکی یې په سیمه کې کابو شپږ میاشتې پاتې شول او بیا وتښتېدل.”

دغه عینی شاهد دا هم وایی چې “ټول پوهېدل ابو بکر البغدادی چېرې اوسېږی، خو د ښار منځ ته به یې له خپلو ساتونکو سره تللو ته زړه نه ښه کاوه، تل به په اوبل ډوله سره موټر کې ګرځېده.”

نوموړی وایی “اسلامی دولت” د کودتا د سمبالوونکی پرسر جایزه اعلان کړه او یا دا چې پخوانی بهرنی جنګیالی معاذ الجیزری باید وموندل شی.”

په دې وخت کې د سوریې دیموکراتو ځواکونو اعلان وکړه چې د دغې ترهګرې ډلې ۴۱ مورچل یې نیولی دی.

د رپوټ لیکوال وایی، باور کېده چې د “اسلامی دولت” ډلې مشرانو د برتانوی خبریال جان کانتالی په ګډون ګڼ نیول شوی بهرنیان پنځه کاله د برمته شویو په توګه له ځان سره ساتلی وو.

“نالیدلی شیخ”

د ابو بکر البغدادی په اړه ډېر کم معلومات خپاره شوی، خو د هغه د پټنځی په اړه آن د داعش جنګیالی هم د څه ویلو حق نه لری.

ویل کېږی البغدادی خپلو قومندانانو او پلویانو ته د وینا پرمهال ماسک اچولی وی، چې له همدې کبله په “نالیدلی شیخ” هم مشهور شوی دی.

ابو بکر البغدادی څوک دی؟

د انځور حقوق
Reuters

Image caption

البغدادی ۲۰۱۴ کې موصل کې له یوې خطبې وروسته ځان د “اسلامی دولت” نومې ډلې خلیفه اعلان کړ

البغدادی ـ چې دا یې ښایی اصلی نوم نه وی ـ د اټکل له مخې د بغداد شمال سمارا کې په ۱۹۷۱ کال زیږېدلی.

رپوټونه وایی، نوموړی په ۲۰۰۳ کال د امریکا په مشرۍ پر عراق د یرغل پرمهال د ښار په یوه جومات کې ملا امام و.

ځینې باور کوی چې هغه د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال هم اورپکی او د جهادیانو په ډله کې و. ځینې نور بیا وایی، نوموړی د عراق سوېل کې د امریکایی ځواکونو اډې اړوندې په “بوکا” زندان کې تر څلور کلنی زندان وروسته سخت دریځی شو؛ ځکه چې هلته له ده سره ګڼ القاعده بندیان هم ساتل کېدل.

نوموړی بیا وروسته په عراق کې د القاعدې مشر وټاکل شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۰ کال د همده په هڅو “اسلامی دولت” (داعش) نومې ډله جوړه شوه.

د ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې، امریکا په رسمی توګه البغدادی “ترهګر” وباله او د هغه د وژلو او یا نیولو پر سر یې ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بغدادی ډلې د ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې د ځمکنیو عملیاتو او پر لوېدیځو ښارونو او د ۲۰۵ کال نومبر کې پاریس کې د خونړیو بریدونو له پیلولو مخکې د عراق دویم ستر ښار موصل ونیو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104384

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *