داعش ترهګریزې ډلې په سوریه کې ۱۴ ښځې برمته کړی

  • خپرول: ۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 72805

د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د داعش ترهګریزې ډلې تېره اونۍ پر سویدا ولایت باندې په برید سره ۱۴ ښځې له یادې سیمې څخه برمته کړل.
د آنا راپور له مخې، د ټولنیزو شبکو فعالانو اعلان کړی چې د داعش ترهګریزې ډلې له سویدا ولایت څخه د ۱۴ تښتول شویو مېرمنو انځورونه خپور کړی دی.
د ټولنیزو شبکو فعالینو ددغو انځورونو په خپرولو سره د هغو ۱۴ مېرمنو د خوشی کولو په هڅه کې دی چې د داعش ترهګریزې ډلې تېرې چهارشنبه په ورځ له سویدا ولایت څخه تښتولی وو.
دغه ښخې د چهارشنبه ورځ سهار د سویدا ولایت په ختیځه برخه کې له خپل کلی څخه وتښتول شوې.
داعش ډلې تېرې چهارشنبه په ورځ د سویدا ولایت پر شمالی ختیځه برخه باندې برید کړی چې پکې ۲۰۰ کسان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=72805

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 4 = 3