خیرن  زړونه/ نسیمه باری

  • خپرول: ۱۰ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 8361

کله چی زرغونه  لږ  پیغلوټې سوه، نو د هغې مشر  ورور  کمال  یې له مکتب سره مخالفت  وښود، ویل زموږ په خپلوانو او تربورونو  کی تر اوسه پوری چا پیغله نجلۍ مکتب ته نه ده استولې.  که موږ  دا کار وکړو، نو تربورونه به پیغور راکړی او بله خبره دا ده چی  مکتب نجونی بې لاری کوی، موږ ولی په لوی لاس خپله د پلروونو او نیکونو خولۍ پر مځکه وغورځوو، خو د زرغونې پلار یې په خوله کی خبره وروچه کړه، ویل زه تر تا د تربورونو او خلکو په رواج ښه پوهیږم  او په غیرت کی هم تر تا پاته نه یم. زرغونه زما لور ده او ما تربیه کړې ده. که  د یوې نجلۍ کورنۍ تربیه سمه وی، نو د مکتب لپاره له کوره وتل هیڅ بد اغیز نه  ورباندی کوی.

زرغونه په یوولسم ټولګی کی وه چی ناروغه سوه. ورځ  په ورځ  کمزروې  کیده او رنګ یې تک ژیړ واوښت. اکثره وخت به یې د نس له درده شکایت کاوه، خو نس یې مور ته نه ورښکاره  کاوه. یو څه وخت یې د نس دردونه  وګالل، خو نور  یې ځان نه سوای ټینګولای، په بستر کی پرېوته او یوه اوونۍپرله پسې مکتب ته نه ولاړه. په دې وخت کی یې پلار یو لیری ځای ته په سفر تللی و.  مور یې کمال ته د زرغونې د ناروغۍ وویل، کمال  د لغاز  او کنایې په ډول وویل: ډاکټر ته څه ضرورت دی،پرېږده چی مکتب خلاص کړی، پوهنتون  ووایی او ډاکټره سی، بیا به  د ځان علاج خپله وکړی، یوازی د ځان علاج خو څه کوې، د ټول کور  او کلی په ښه به ورسی.  مور چی یې له کمال څخه ناهیلې سوه، نو خپله یې چادری په سر واغوسته او زرغونه  یې یوه نژدې کلینیک  ته بوتله.

کله چی ډاکټر د زرغونې نس لڅ کړ، نو ګوری چی نس یې غټ سوی دی، داسی ښکاری لکه د دریو یا څلورو میاشتو کوچنی چی لری. له دې سره سم  د زرغونې د مور بڼه والوته، خولې پر راماتی سوې، نژدې وه چی ضعف ورباندی راسی.  ډاکټر ویل  د ناروغ  د  امیدوارۍ څوومه میاشت ده؟ په دې وخت کی د زرغونې مور په ژړا سوه، ویل څه شی؟   لور  می کوچنی لری؟  کوچنی له کومه سو؟ دا خو پیغله ده؟  ډاکټر سر وښوراوه، ویل موری لږ حوصله وکړه،  دا دی  معاینات  او ټلویزیونی عکس  ورته لیکم، وروسته  به  معلومه سی چی څه خبره ده؟  تر دې وروسته زرغونه او مور یې یوه لابراتوار  ته ولاړې.  لابر اتوار  والا ورته  وویل چی د نتیجې لپاره سبا سهار راسئ. 

زرغونه  او مور چی یې کور ته راغلې، نو مور یې پر زرغونې سترګی راغټی کړې، ویل کمال زوی خو می ښه ویل چی مکتب نجونی بې لاری کوی، تا خو هغسی زموږ  پزه راپرې کړه، هغسی دی  د سپین ږیری  پلار  شمله ورټیټه کړه. تا څنګه داسی کار کاوه ها؟ تا زموږ  د کور عزت ته هیڅ پام و نه کړ؟ راته ووایه له کوم هلک څخه امیدواره سوې ها؟ له دې سره  سم  یې زرغونې ته ورحمله کړه او د سر تر وېښتانو یې ونیوله. زرغونې په منډه قران شریف راواخیست، ویل زما دی د خدای په دغه  کلام قسم وی که می له هیچا سره زنا کړې وی، دومره صبر خو وکړه چی د معایناتو نتیجه معلومه سی، بیا که دی هره سزا راکوله زه یې منم.  په دې وخت کی د څنګ په کوټه کی د کمال ټوخی واورېدل سو. د زرغونې مور  ژر  ژر  خپلی اوښکی په پلو پاکی کړې او له کوټې څخه ووته.

د زرغونې مور سهار وختی له خپل لس کلن زوی جمیل سره لابراتوار  او بیا ډاکټر ته  ولاړه. ډاکټر چی د معایناتو او تلویزیونی عکس  راپورونه  وکتل، ویل د ناروغ په تخمدان  کی تومور  پیدا سوی  دی

–  څه شی!  تومور؟

–  هو تومور

–  کوچنی خو به  نه  لری؟

–  نه کوچنی نه لری، بیخی د کوچنی خبره نه ده، د تخمدان تومور یوه غټه دانه ده چی کټ مټ داسی معلومیږی  لکه  ښځه چی کوچنی لری

–  الهی شکر چی عزت  مو خوندی سو، ښه نو ډاکټر صاحب د تومور علاج کیدای سی که نه؟

–  هو علاج یې کیدای سی، تاسی ناروغ درسره راولئ، په دې اړه به وروسته پوره معلومات  درکړم.

د زرغونې مور په منډه کور ته راغله، په څیره کی یې خوشالی  له ورایه ښکارېده، د معایناتو کاغذان یې په لاس کی نیولی او سیده د زرغونې خونی ته ورغله، ویل زرغونې لوری  ډاکټر ویل دا تومور دی او علاج  یې هم کیدای سی، خو ګوری چی زرغونه په وینو لړلې پرته ده او پر نس یې څو ټپونه معلومیږی. مور یې هغه په غیږ  کی راپورته کړه، د زرغونې شاوخوا وینی ډنډ ولاړی دی او دا په تکلیف سا اخلی.د  مور یې تر خوله یوه سوې چیغه ووته،  ویل لوری مور دی  تر تا قربان سی دا څه دروسوه؟  دا کوم ظالم په چړو ووهلې؟ زرغونې په بنده بنده ژبه وویل: کممممم، کمال. په دې وخت کی یې د معایناتو کاغذونو ته مړې سترګی ورواړولې او  پر شونډو یې یوه ترخه موسکا ښکاره سوه.  همدا یې د ژوند اخیری کتل او موسکا وه، سترګی یې همداسی روڼی پاته  سوې.   

اړوند مطالب


بلا سیوری (لنډه کیسه) لیکواله: نسیمه باری


دا لاسنیوی به دی تر مرګه یادومه (لنډه کیسه) لیکواله: نسیمه باری


توره پیشی (لنډه کیسه) لیکواله: نسیمه باری


وروستی کس/ نسیمه باری

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=8361

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *