خپلې خوښۍ له نورو سره شریک کړﺉ

  • خپرول: ۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 41664

ژباړه: حمیدالله حمیدی
ګورباچوف به ویل: «ټول هغه څه مې چې وساتل، له منځه ولاړل، خو هغه څه مې چې له نورو سره شریک کړل، له ماسره پاتې شول».
په اصل کې موږ انسانان له هغه څه پرته، چې له نورو سره یې شریکوو، بل څه نه لرو. مینه، څه پیسې او مال نه دی چې جمع شی. مینه هغه عطر او ښکلا ده، چې له نورو سره باید ووېشل شی. هغوی چې ډېر څه وېشی، ډېر څه لاسته راوړی؛ خو هغوی چې لږ څه وېشی هېڅ هم نه لری. له کوهی څخه د اوبو را ایستل د دې سبب کېږی، چې د کوهی اوبه نورې هم تازه شی، خو که د کوهی سر وتړی او له اوبو یې ګټه وانخلی، نو د وخت په تېرېدو سره به یې اوبه خرابې او یا وچې شی.
د ژوند له ښکلاو هېڅکله هم په یوازېتوب ګټه اخیستل خوند نه کوی. خوښۍ، چې څومره هم تقسیم شی په هماغه کچه زیاتېږی. عقل، راز او نیاز، مینه، ښکلا او نېکمرغی ټول په دې ښکلا کې ګډ کړئ.
که مو موټی له ملغلرو ډک وی، په ځمکه یې وکرئ، په دې اړه فکر مه کوئ چې د چا تر پښو لاندې کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41664

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *