خوګیاڼی: د جاپان اوسېدونکی ناکامورا ته د افغانستان تابعیت منظور شو

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112824

د جاپان تابعیت لرونکی ناکامورا چې د جاپان د خیریه موسسې مشری کوی، له ۲۰۰۳ کال راهیسې د ننګرهار په کامې، بهسود، کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړی، اوس د افغان حکومت له خوا ورته افغانی تابعیت منظور شوی.

د ننګرهار د والی ویاند عطالله خوګیاڼی وایی، ولسمشر محمد اشرف غنی د ننګرهار د ولایتی ادارې په وړاندیز ښاغلی ناکامورا ته د افغانستان تابعیت منظور کړی او ډېر ژر به ورته وسپارل شی.

ده وویل:

“دی له ګڼو مشکلاتو سره مخ و، په همدې خاطر د ننګرهار ولایتی ادارې وړاندیز وکړ چې ناکامورا ته د افغانستان افتخاری تابعیت ورکړل شی، خوشبختانه دا وړاندیز منظور شو، د بایومیټریک مراحل یې پرون ترسره شول او نږدې ورځو کې به د ولسمشر له خوا ورته تابعیت ورکړل شی.”

ښاغلی خوګیاڼی وایی، هغه لویې پروژې چې د ناکامورا له خوا ترسره شوی، یو هم د کامې سربند چې زرګونه هکتاره ځمکه یې خړوبه کړې، بل د هېواد په کچه د مالدارۍ په برخه کې د روزنیز مرکز فعالول او همدارنګه په ښېوې ولسوالۍ کې د یوه لوی سیاحتی پارک جوړول دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112824

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *