خلیلزاد: یوازې د سولې د ټینګښت په موخه هڅه کوو نه له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د ویستلو په اړه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104518

د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د ناټو او اروپایی ټولنې له مشرانو سره لیدنه او خبرې کړی دی.

خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلی: د اروپایی ټولنې او ناټو له مشرانو سره په لیدنه کې مو د افغانستان سولې مسالې پرسر خبرې کړی او د افغانستان د سولې په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه مو دوی ته معلومات ورکړی دی.

ده ټینګار وکړ چې دده هڅې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دی، نه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستلو په اړه.

دده په وینا، د بین الافغانی خبرواترو لپاره د لارې هوارول دده لپاره په لومړیتوب کې دی او د سولې په هوکړه کې به د افغانستان ۱۷ کلنې لاسته راوړنې خوندی وساتل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104518

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




47 − = 40