خلیلزاد په کابل کې د طالبانو برید وغندل

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 130350

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د طالبانو وروستی برید وغندل.
خلیلزاد په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی: پر ملکی وګړو قصدی بریدونه مجاز نه دی او موږ په کابل کې برید چې طالبانو مسولیت یې اخیستی، غندو.
ده زیاته کړه: تمرکز باید د تاوتریخوالی پر کموالی وی، ځکه دوی بین الافغانی خبرو ته نېږدې کېږی چې د سیاسی لارې نقشه او دایمی اوربند رامنځته کړی.
د یادونې وړ ده چې د کابل په شپږمه امنیتی حوزه کې د طالبانو تېرې ورځې په برید کې لږترلږه ۱۴ تنه وژل شوی او څه باندې ۱۴۵ نور ټپیان شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130350

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *