خلیلزاد په قطر کې له لوی پرمختګ وروسته د هند د موافقې لپاره ډیلی ته روان شو

  • خپرول: ۱۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 130233


Fb-Button

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره په خبرو کې له لوی پرمختګ وروسته د سیمه ییزې اجماع لپاره هند ته روان دی.

ښاغلی خلیلزاد نن (دوشنبه) ماښام ناوخته په ۳ ټویټونو کې کښلی چې د ده ټیم او د طالبانو استازی به پر تخنیکی جزییاتو او همداراز د هغې موافقې، چې د ده د کار له پیله پرې کار کېږی، د څلورو برخو د عملی کېدو د بریالیتوب لپاره د میکانیزم پر لازمو ګامونو خبرو ته دوام ورکړی.

ده ټینګار کړی چې پر دغو جزییاتو موافقه ضروری ده.

خلیلزاد لیکلی:

«زه به نن ناوخته له وړاندې څخه په ټاکل شویو غونډو کې د ګډون لپاره ډیلی ته لاړ شم څو د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره نړیواله اجماع رامنخته کړم.»

تر دې مخکې نن تاند ته په دوحه کې باوری سرچینو وویل چې پر ټولو مهمو او اساسی مسلو دواړو خواوو موافقه کړې او بر ځینو جزییاتو لا هم بحث کوی.

سرچینې وایی چې طالبان د نهایی موافقې له لاسلیکېدو سمدستی وروسته د امریکا له لوری د زیات شمېر پوځیانو د وتلو د اعلان غوښتونکی دی خو امریکایی پلاوی په لومړی ګام کې د محدود شمېر پوځیانو د وتلو ژمنې ته تیاری ښیی.

خلیلزاد څو ځلې ویلی چې «موږ د سولې یوه داسې هوکړه غواړو چې له مخه یې د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شی. په افغانستان کې زموږ شتون د شرایطو له مخې دی او وتل به مو هم شرایطو ته په کتو وی.»

ده په تازه ټویټ کې ویلی«تېره اوونۍ په کابل کې له ښه پرمختګ وروسته مې په وروستیو څو ورځو کې په دوحه کې له طالبانو سره د موافقې د بشپړولو لپاره پر پاتې مسلو تمرکز وکړ چې دا به په مشروط ډول د ځواکونو د وتلو لار پرانیزی. موږ خورا ښه پرمختګ کړی دی.»

خلیلزاد د هغو وړو مسلو یا جزییاتو یادونه ونه کړه چې لا هم د دواړو خواوو استازی پرې خبرې کوی خو په قطر کې باوری سرچینو تاند ته ویلی چې یوه مسله چې لا پرې خبرې روانې دی هغه د اوربند موضوع ده چې طالبان لا هم ټینګار کوی او وایی چې که امریکایان پرې برید نه کوی دوی هم حاضر دی چې نه یوازې پر امریکایی اډو بریدونه ونه کړی بلکې د وتلو په لاره کې یې هیڅ راز خنډ پېښ نه کړی خو طالبان دا لا نه منی چې د افغانستان له حکومت سره به اوربند اعلانوی.

سرچینې وایی، طالبانو یوازې منلې چې د نهایی موافقې له لاسلیکه وروسته به، بې له دې چې اوربند اعلان کړی، په پټه خوله حملې کمې کړی.

سرچینې زیاتوی چې طالبان غواړی چې له امریکا سره له موافقې وروسته لومړی د افغانستان له حکومت او نورو افغان جهتونو سره د نظام پر څرنګوالی او په هغه کې د طالبانو پر ونډې موافقې ته ورسېږی او بیا اوربند اعلان کړی.