خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو پیلېدل رد کړ

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 112929

د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په دوحه کې له طالبانو سره د نوی پړاو مذاکراتو د پیل خبرونه رد کړل.
خلیلزاد په خپل ټویټر باندې د ترکیې د ولسمشر له سلاکار سره د ناستې انځورخپور کړی او له نوموړی د مننې تر څنګ یې لیکلی « په هغو خبرونو باور مه کوئ چې ښیی زه په دوحه کې یم، زه په واشنګټن کې یم او له پسرلی خوند اخلم».
یاده دې وی چې؛ تېره ورځ ځینو رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشی»په حواله داسې راپورونه خپاره کړل چې څرګندوله یې؛ په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو نوې لړۍ پیل شوې، د طلوع نیوز په شمول ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ان د یادو مذاکراتو موضوعات هم په ګوته کړی وو خو؛ د خلیلزاد په وینا نوموړی لا قطر ته نه دی ورغلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112929

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *