خلیلزاد: ملا برادر زما په غوښتنه خوشی شوی

  • خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103982

د افغانستان لپاره د سولې په پروسه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد وایی، د طالبانو لوړپوړی قوماندان ملا عبدالغنی برادر د ده په غوښتنه له پاکستانه را خوشی سو.

زلمی خلیلزاد پرون د جمعې په ورځ د روانی میاشتې پر ۸ مه نیټه د امریکا د سولې په انستیتوت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل “پاکستان له تاریخی پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول نه دی لوبولی، خو دغه رول یې د ده په وینا په دې وروستیو کې بدل شوی دی. د ملابردار خوشې کیدل زما په غوښتنه شوی ځکه فکر کوم چې هغه ډیر د سولې پلوی دی.

ملا عبدالغنی برادر په پاکستان کې له څه باندی ۹ کالو بند تیرولو وروسته د تېر کال اکتوبر پر ۲۵ له زندان نه خوشې شو، او د روان کال د جنورۍ میاشتې په وروستۍ نیمایی کې د طالبانو ستر مشر شیخ هبه الله اخندزاده، نوموړی په ټولو سیاسی امورو کې خپل درېیم مرستیال او د قطر دفتر مشر وټاکه.

د ملابرادراخند د خوشی کیدلو پرمهال هم یو شمیر کارپوهانو وړاندوینه کړی وه چې د هغه خوشې کیدل کولای شی د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103982

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *