خلیلزاد: له مسودې له وروستۍ کېدو ورووسته به بین الافغانی خبرې پیل شی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108432

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی، په بل ګام کې په واشنګټن کې له امریکایی چارواکو او نورو شریکانو سره خبرې کوی.
زلمی خلیلزاد دا خبره د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو ۱۴ ورځنیو خبرو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته په یوه ټویټری پیغام کې ولیکله.
ده لیکلی«زما بل ګام په واشنګټن کې خبرې او له نورو شریکانو سره سلامشوره ده. موږ به (له طالبانو سره) ژر بیا سره ووینو، او تر څو چې پر هر څه موافقه نه وی شوې وروستۍ موافقه نشته.»
(د دواړو خواوو د خبرو په اړه نور تفصیل)
د خلیلزاد په وینا د ده په مشرۍ د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستی حملو د مخنیوی د تضمین او د امریکایی پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108432

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *