خلیلزاد: له لوړو ژورو سره مو پرمختګ وکړ

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108408

د امریکایی استازو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوو اونیو راهیسې روانې خبرې د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته ورسېدې. بېلابېلو سرچینو بی بی سی ته وویل، چې پر یو شمېر ټکیو پرمختګ شوی دی.
ویل کېږی دواړه لوری د ترهګرۍ پر تعریف او دا چې څوک ترهګر دی، سره سلا شوی دی. سرچینې وایی، د امریکایی ځواکونو د وتلو پر مهالوېش لا هم اختلاف پر ځای پاتې دی.
د خبرو د دې پړاو په پای کې کومه هوکړه نه ده لاسلیک شوې، خو ټاکل شوې چې امریکایان او طالبان به د روانې مارچ میاشتې وروستیو کې د خبرو بل پړاو پیلوی.
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خبرو پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلی، د سولې لپاره حالت ښه شوی دی:
”دا څرګنده شوه چې ټول لوری د جګړې ختمول غواړی. له لوړو ژورو سره هم موږ پرمختګ وکړ. د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشی، چې له ترهګرۍ د مبارزې ډاډ، د پوځونو وتل، د افغانانو خپلمنځی خبرې او هر اړخیز اوربند دی. د جنورۍ خبرو کې موږ ”اصولاً پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه ” او موږ اوس ”د لومړنیو دوو پر مسودې هوکړه کړې. ” کله چې د پوځونو وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې اقداماتو پر مسوده هوکړه وشی، بیا به طالبان او د حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسی جوړ جاړی او هر اړخیر اوربند لپاره خپل منځی خبرې پیل کړې. بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وی او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږی، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وی شوې، وروستۍ هوکړه نه شته. ”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108408

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *