خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په تړاو د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117437

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا د کانګریس غړیو ته د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو هلوځلو په اړه معلومات ورکړل.
د کانګریس غړیو د دې پټې غونډې د جزییاتو په اړه خولې ګنډلی، خو د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس جیم ریچ، چې د جمهوریپال ګوند غړی دی، وایی، د ده په باور زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
ده په عین حال کې وویل، اصلی مسله دا ده چې څومره پرمختګ شوی او ایا دا پرمختګ د سولې د موافقې سبب کېدای شی؟
له کله چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوری د افغانستان د سولې د استازی په توګه ټاکل شوی، د ده هڅې تر ډېره غیرعلنی دی خو دا له میاشتو – میاشتو او د کانګریس د غړیو له بیا بیا غوښتنو وروسته لومړی ځل دی چې د کانګریس غړیو ته د افغانستان د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117437

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *