خلیلزاد: له افغانستان څخه د وتلو په لټه کې نه یو

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 121817

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی امریکا په افغانستان کې د یوې سراسری هوکړې په لټه کې ده نه له دې هېواد څخه د وتلو هوکړې.
خلیلزاد د سه شنبه په ورځ په یو ټویټری پیغام کې وویل: لکه څرنګه چې موږ له طالبانو سره د خبرو بل پړاو ته چمتوالی نیسو، مهمه ده ترڅو یادونه وکړم چې موږ د سولې د یوې سراسری هوکړې په لټه کې یو، د د وتلو هوکړې.
داسې لیدل کېږی چې د ښاغلی خلیلزاد دا ټویټری پیغام په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د ادعاو پر وړاندې یوډول غبرګون دی. شاهین تېره ورځ ادعا کړې وه چې امریکا له افغانستان څخه د پوځیانو د وتلو پرسر هوکړه کړې ده.
خلیلزاد وویل، د سولې سراسری هوکړه څلور موردونه لری او ترهغه چې ددې څلورو موردونو پرسر هوکړه ونشی، هیڅ ډول هوکړه به وروستۍ نه وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121817

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *