خلیلزاد: د ولسمشریزو ټاکنو نه مخکې باید په خبرو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شی

  • خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 103945

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی له طالبانو سره د خپلو وروستیو اوږدو خبرو ځینې جزییات برسېره کړی دی.

زلمی خلیلزاد چې د امریکا په سولې انستیتوت کې غږېده وویل، ټولې هڅې ددې لپاره دی چې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یوې هوکړې ته ورسېږی یا په خبرو کې پاموړ پرمختګ رامنځ ته شی.

خو هغه وویل که په هر دلیل دغسې ونه شول، ټاکنې کولی شی ترسره شی.

مخکې طالبانو او امریکایی سرچینو ویلی وو چې له افغانستان نه د امریکایی عسکرو پر وتلو او له دغه هېواده د ترهګریزو بریدونو د مخنیوی پر لارو په اصولو کې سلا شوی دی، خو تر یوې بشپړې هوکړې لاره لا اوږده ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې د افغانستان د سولې پر بهیر وینا کې، له یوې خوا تر را روانو ټاکنو د سولې هوکړې ته د رسېدلو هیله څرګنده کړه بل لور ته یې اوسنی حالات ځکه د افغان سولې لپاره مناسب وګڼل چې وایی له طالبانو سره خبرو کې ورته ویل شوی چې طالبان دې نتیجې ته رسېدلی چې د افغانستان کړکېچ پوځی حل لار نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103945

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *